Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

یو امریکايي چارواکی افغانستان کې د داعش ګواښ جدي بولي

د امریکا متحده ایالتو یوه اطلاعاتي چارواکي افغانستان کې د داعش ډلې نه راپورته شوي ګواښونه جدي بولي.

دغه چارواکي چې خپل نوم یې نه دی ښودلی سي ان ان ټلویزیون ته ویلي چې داعش ډله په لوی ګواښ بدله شوې او دا ډله د افغانستان له خاورې په کار اخیستو هڅه کوي چې پر امریکا متحده ایالاتو مستقیم بریدونه وکړي.

دغه چارواکي همداراز زیاته کړې چې داعش ډله هڅه کوي چې د ټولنیزو رسنیو له لارې امریکا کې خپل شتون پیاوړی کړي.

هغه ویلي داعش هڅه کوي چې امریکا کې له یو شمېر کسانو سره اړیکه ټینګه کړي تر څو پر دې هېواد په برېدونو کې ترې استفاده وکړي.

په همدې حال کې افغان چارواکي وايي افغانستان کې د داعش خراسان څانګه په دې وروستیو میاشتو کې سخته ځپل شوې ده.

دا چارواکي زیاتوي چې اوس مهال داعش دله د هېواد په ختیځ کې په محدودو سیمو کې فعالیت کوي.

دا په داسې حال کې ده چې درې میاشتې کېږي د ننګرهار نازیانو ولسوالۍ له داعش ډلې پاکه شوې، خو اوسېدونکې یې وايي چې په دې ولسوالۍ کې لا هم کومه رغنیزه پروژه نه د پلې شوې.

 دوی  دولتي ځواکونو د یادې ولسوالۍ بېلابېلې سیمې له داعش دلې پاکې کړې او اوس یې سیمه‎ییز پاڅون کوونکي ساتي، خو لا هم په جګړو کې ویجاړ شوي کورونه نه دي رغیدلي او هېڅ رغنیزه پروژه هم دې ولسوالۍ کې نه ده پیل شوې.

د نازیانو ولسوالۍ پاڅون کوونکی، اجمل شینواری وايي:"جګړه کې داعش ختم شوی، اخري سرحده پوږ پوستې لرو، او هغه پاڅون کوونکي ځای پر ځای شوي دي، نه طالب شته نه داعش، او امنیت ښه دی."                              

پاڅون کوونکی، اخوند شینواری زیاتوي:"نازیانو نه داعش پاک شوي دي او موږ غواړو چې له دولت سره په همغږي یو شمېر نورو سیمو کې هم عملیات وکړو. "                         

ځايي استوګن اوس له امنیتي وضعیت څخه خوښ دي، خو نیوکه کوي چې په جګړو کې ویجاړ شوي کورونه، ښوونځي او کلینکونه لا هم نه دي رغول شوي. د نازیانو ولسوالۍ د اوسېدونکو په خبره حکومت ورسره د رغنیزو پروژو د پلي کیدو ژمنې کړې وې ؛خو عملي کړي یې نه دي.

په همدې حال کې افغان چارواکي وايي افغانستان کې د داعش خراسان څانګه په دې وروستیو میاشتو کې سخته ځپل شوې ده

شریک یي کړئ