Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

یو نوی رپوټ د عامې روغتیا په وزارت کې له اداري فساد څخه پرده پورته کوي

له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې د ګډې خپلواکې ادارې یو تازه رپوټ د دې ښکارندویي کوي چې دعامې روغتیا وزارت د فساد په ګډون له ۱۲ موردو څخه زیان ویني.

دا بنسټ وايي چې دغه حالت د دې لامل شوی چې پر یاد وزارت د خلکو او مرسته کوونکو باور کم شي.

له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې خپلواکه کمېټه په دې رپوټ کې د افغانستان د روغتیا په برخه کې د شخصي اړیکو پاللو او له قدرته د ناسمې استفادې یادونه کوي او وايي چې د عامې روغتیا په وزارت کې کسان د اړیکو او په سلیقه اي توګه او همداراز د زورواکو په غوښتنه ګمارل کېږي.

دغه کمېټه ادعا کوي چې د بټو د اخیستو ترڅنګ،اخیستې،درغلۍ او د روغتیا وزارت د کارکوونو او چارواکو له خوا د عامه شتمنیو اختلاس،قوم پالنه او د بشري حقونو نه رعایت کول د عامې روغتیا په وزارت کې نورې جدي ستونزې دي.

خو د دغه رپوټ په یوې برخه کې راغلي چې د یاد وزارت اوسنی مشرتابه د سمونو بهیر پيل کړی دی.

د څارنې او ارزونې کمېټې اجرائیه رئیس بسیم اکبر وویل:«په یوې تېرې لسیزه کې د فساد په وړاندې کړنې ډېری شعاري او یا هم مقطعي وې او فساد ډېری له پورته څخه ښکته ته حرکت کوي.»

له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې خپلواکې کمیټې په دې رپوټ کې د عامې روغتیا په وزارت کې د ستونزو د اواري لپاره ۱۵۰ ځانګړې شپارښتنې وړاندې کړې دي.

د څارنې او ارزونې کمېټې کمېشنر سلاګجاناتیسوا څرګنده کړه:« لکه څنګه چې ډاکتر فیروزالدین فیروز له ما څخه وغوښتل د عامې روغتیا په وزارت کې د اداري فساد د ننګونو او زیانونو په اړه یې جدي او ژوره څېړنه ترسره کړو.»

له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې د خپلواکې کمېټې غړي وايي چې په هېواد کې اداري فساد ته پاملرنه له دغې ښکارندې سره د مبارزې او همداراز په فساد د ککړو کسانو د محاکمې په کار کې د حکومت پياوړې ارادې ته اړتیا لري.

د څارنې او ارزونې کمېټې تخنیکي سلاکارمېټیوو راډک په دې اړه وویل:« د دغه رپوټ د منځپانګې له مخې د قدرت لرونکو کسانو د نفوذ او د سلیقو پر بنسټ د کسانو ګمارل د دې لامل شوي چې د عامې روغتیا په وزارت کې د اداري فساد لمن پراخه شي.»

له بلخوا د پراختیايي پروګرامونو د روڼتیا په برخه کې د ولسمشر سلاکار وايي چې په هېواد کې د اداري فساد د ننګونو هوارول یوې پراخې همکارۍ ته اړتیا لري.

د پراختیايي پروګرامونو د روڼتیا په برخه کې د ولسمشر سلاکار سردار روشن زیاته کړه:«البته چې اداره شته،خو د افغانستان په ادارو او په ټولنیزو او سیاسي ادارو کې د فساد له منځه وړل دقت غواړي.»

له بلخوا په کابل کې د اروپايي ټولنې سفیر که څه هم په دغه وزارت کې د فساد د وضعیت د څېړلو لپاره د زمینې د برابرولو ستاینه کوي خو وايي چې نوموړی باید د دغې ښکارندې د له منځه وړلو لپاره محسوس اقدامات وکړي.

فرانس مایکل میلیبند زیاتوي اروپايي ټولنه له اداري فساد سره د مبارزې په کار کې د څارنې او ارزونې د خپلواکې کمیټې د وړاندیزونو د عملي کولو لپاره همکارۍ ته چمتو دی.

له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې د ګډې خپلواکې ادارې یو تازه رپوټ د دې ښکارندویي کوي چ

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه