Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

۳ سوېلي ولایتونو کې۶۰ سلنه خلک روغتیايي اسانتیاو ته لاسرسی نه لري

د هېواد په سوېل ختیځ زون کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون سیمه‎ییز دفتر وايي چې د پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو ۶۰ سلنه اوسېدونکي روغتیايي اسانتیاو ته لاسرسۍ نه لري.

 دغه دفتر زیاتوي د دوی لپاره دغه وضعیت د اندښنې وړ دی په ورته وخت کې د پکتیا د لیرو پرتو سیمو اوسېدونکي شکایت کوي چې د ولسوالیو خلک له روغتیايي اسانتیاو څخه برخمن نه دي.

 د دغو ولایتونو اوسېدونکي همدارنګه زیاتوي د بېلابېلو ستونزو له امله دوی نه‎شي کولای پر وخت خپل ناروغان روغتون ته ورسوي.

د بشري حقونو خپلواک کمیسېون د ګردیز سیمه‎ییز دفتر رییس نور احمد شهیم په دې اړه وویل:«په تېر کال کې د روغتیا او روغتیايي اسانیتاو ته د خلکو لاسرسي په برخه کې یو ملي تحقیق ترسره کړل چې په هغه کې د کمېسیون له خوا یو هم په ملي کچه یو راپور خپور شوی چې په هغه کې د شپته سلنه خلک د روغتیا له حقه بې برخې دي او لاسرسۍ ورته نه لري.»

طالب خان د پکتیا ډنډې پټان سرحدي ولسوالۍ اوسېدونکی دی او خپل زوی یې د درملنې لپاره مرکز ګردیز ته راوستی. طالب خان وايي د ولسوالۍ ډېری ناروغان پروخت روغتون ته نه راسېږي او د لارو په اوږدو کې ژوند بایلي، هغه زیاتوي د ولسوالیو په روغتیايي کلینکونه کې ډاکتران حضور نه لري. 

پکتیا ډنډې پټان ولسوالۍ اوسېدونکی طالب خان زیاتوي:«په لارو ډ‌ېرې ستونزې دي او ناروغان مرکز د لېږد پر مهال په لار کې ژوند بایلي.»

د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکی شاه ولي هم څرګنده کړه:«ما خپل زوی دلته مرکزي روغتون نه راوستی او د مجبوریت له مخې خپل کورنۍ مې زرمت کې پرېښې ده.»

په همدې حال کې د پکتیا ساحوي روغتون مسوولین وايي د دوی ډېری ناروغان د دې ولایت د لیرو پرتو ولسوالیو اوسېدونکي دي دوی زیاتوي اوس هم په مرکزي روغتون کې یو شمېر طبي برخې غیر فعالې دي. 

 د پکتیا ساحوي روغتون سر طبیب ډاکتر اصیل ناصري وايي:«په حوزوي روغتون کې درې نورې برخې هم اضافه شوې دي چې جلدي او عقلي عصبي برخې په کې شاملې دي. خو دلته د عصبو جراحۍ برخې ته ډېره اړتیا ده. ځکه چې سیمه غرنۍ ده ټکرې ډېرې کېږي او همدارنګه جګړې هم.»

د یادونې وړ ده چې د دې راپور په لړ کې مو هڅه وکړه چې د پکتیا د عامې روغتیا ریاست مسوولینو نظر ترلاسه کړو خو په دې تړاو خبرو ته حاضر نه‎شول. 

د هېواد په سوېل ختیځ زون کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ګردیز سیمه‎يیز دفتر وايي د دوی یوه تازه سروې ښیې د پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو ۶۰ سلنه اوسېدونکي روغتیايي اسانتیاو ته لاسرسۍ نه لري دوی زیاتوي د روغتیا په برخه کې روان وضعیت د اندېښنې وړ دی. 

شریک یي کړئ