Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

تېرو ۹کلونو کې د ملکي مرګ ژوبلې په اړه د بشري حقونو کمېسیون رپوټ

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د افغانستان د جګړې په تړاو ۹ کلنې موندنې له رسنیو سره شریکې کړې.

په دې موندنو کې یوازې د جګړو او تاوتریخوالي له کبله لږ ترلږه یو مېلیون کسان د بې‎ځایه کېدو ترڅنګ ۶۴ زره ملکیانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې چې په دې مرګ ژوبله کې ۷۰ سلنه د دولت وسله‎وال مخالفین ګرم بلل شوي دي.

د دغه رپوټ له مخکې په نهو وروستیو کلونو کې۲۳ زره او ۱۳۰ وژل شوي،

۴۰ زره او ۹۷۴ تنه ټپیان شوي، ۵۲ سلنه نارینه، ۱۸سلنه ماشومان، ۷ سلنه مېرمنې او ۲۲  سلنه نامالوم  کسان دي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون رییسه سیما سمر په دې اړه وویل:«دا شمېر ډېر اسانه ده چې سړی یې ووايي چې ۶۴ زره تنه، خو تاسې فکر وکړئ چې څومره کورنۍ او خلکو زیان لیدلی او د هغه د مخنیوي لپاره باید یوه تګلاره ولټول شي.»

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون دې، رپوټ کې نورې اندېښنې دا دي چې حکومت هم د قرباني شوو پوځيانو او ملکیانو کورنیو ته رسېده ګي نه‎ده کړې.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي:«موږ له خپل وروستۍ توان څخه کار اخلو، خو ټولو کورنیو ته په یو شان رسېدل ستونزمن کار دی.»

دغه رپوټ کې یوه بله غوښتنه دا ده چې د تاوتریخوالي عاملانو ته باید سزا ورکړل شي.

د ولسي جرګې غړی سید علي کاظمي په دې اړه څرګنده کړه:«د افغانستان ټول وګړي باید له یو شان حقونو څخه برخمن وي.»

د ولسي جرګې غړې سیمین بارکزی هم زیاتوي:«د هېڅ بنسټ له خوا قانون نه پلی کېږي او په لوړې دریڅه کې اېښودل شوی.»

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په رپوټ کې په افغانستان کې د ربړونې او ناسم چلند په اړه هم څېړنه کوي، چې یوازې تېرکال د بد چلند او ربړونې ۸۰ پېښې ثبت شوې دي، چې دا شمېرې د مخکیني کال په پرتله ۲۰ سلنه کموالي ښيي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي په تېرو نهو کلونو کې د افغانستان په جګړو او ځانمرګو بریدونو کې څه باندې څلور شپیته زره او سل تنه ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

Thumbnail

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د افغانستان د جګړې په تړاو ۹ کلنې موندنې له رسنیو سره شریکې کړې.

په دې موندنو کې یوازې د جګړو او تاوتریخوالي له کبله لږ ترلږه یو مېلیون کسان د بې‎ځایه کېدو ترڅنګ ۶۴ زره ملکیانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې چې په دې مرګ ژوبله کې ۷۰ سلنه د دولت وسله‎وال مخالفین ګرم بلل شوي دي.

د دغه رپوټ له مخکې په نهو وروستیو کلونو کې۲۳ زره او ۱۳۰ وژل شوي،

۴۰ زره او ۹۷۴ تنه ټپیان شوي، ۵۲ سلنه نارینه، ۱۸سلنه ماشومان، ۷ سلنه مېرمنې او ۲۲  سلنه نامالوم  کسان دي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون رییسه سیما سمر په دې اړه وویل:«دا شمېر ډېر اسانه ده چې سړی یې ووايي چې ۶۴ زره تنه، خو تاسې فکر وکړئ چې څومره کورنۍ او خلکو زیان لیدلی او د هغه د مخنیوي لپاره باید یوه تګلاره ولټول شي.»

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون دې، رپوټ کې نورې اندېښنې دا دي چې حکومت هم د قرباني شوو پوځيانو او ملکیانو کورنیو ته رسېده ګي نه‎ده کړې.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي:«موږ له خپل وروستۍ توان څخه کار اخلو، خو ټولو کورنیو ته په یو شان رسېدل ستونزمن کار دی.»

دغه رپوټ کې یوه بله غوښتنه دا ده چې د تاوتریخوالي عاملانو ته باید سزا ورکړل شي.

د ولسي جرګې غړی سید علي کاظمي په دې اړه څرګنده کړه:«د افغانستان ټول وګړي باید له یو شان حقونو څخه برخمن وي.»

د ولسي جرګې غړې سیمین بارکزی هم زیاتوي:«د هېڅ بنسټ له خوا قانون نه پلی کېږي او په لوړې دریڅه کې اېښودل شوی.»

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په رپوټ کې په افغانستان کې د ربړونې او ناسم چلند په اړه هم څېړنه کوي، چې یوازې تېرکال د بد چلند او ربړونې ۸۰ پېښې ثبت شوې دي، چې دا شمېرې د مخکیني کال په پرتله ۲۰ سلنه کموالي ښيي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه