Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پر فراه ولایت د طالبانو د بریدونو زیاتوالی

طالبانو د فراه ښار ختیځ کې د دهک سیمه نیولې ده. د فراه ولایتي شورا غړي وايي چې اوس‎مهال په ښار کې نښته روانه ده او اوسېدونکي د تېښتې په حال کې دي.

په یاد ولایت کې د مدني ټولنو او ولایتي شورا غړي زیاتوي، طالبانو د ښار دروازې الوزولي دي او د تګ راتګ  لارې یې تړلي دي.

په همدې حال کې د فرا ولایت چارواکي وايي چې افغان ځواکونه له ترهګرو سره په نښته بوخت دي.

له بلخوا، د فراه ولایت سیمه‎ییز چارواکو د یک‎شنبې پر ورځ( د تلې۱۸مه) ویلي وو چې په دې ولایت کې طالب وسله‎والو د افغان ځواکونو تر هوايي بریدونو وروسته شاتګ وکړ.

دغو چارواکو زیاته کړې وه چې د مخالفینو پر وړاندې وروسته له غرمي هوايي بریدونه وشول او له امله یې ۲۷ تنه طالب وسله‎وال ووژل شول.

د هېواد په لوېدیځ کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو قومندان راز محمد اوریاخېل ډاډ ورکړی وه چې د فراه ولایت د نسکورېد اندېښنې لیري شوې او افغان ځواکونو د ځمکې او هوا له لارې د طالبانو پر ضد خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.

ده زیاته کړې وه، د هرات، بادغیس او کابل څخه مرستندویه ځواکونه فراه ولایت ته رسېدلي او ټاکل شوې ده چې د طالبانو پر وړاندې پراخ پوځي عملیات ترسره شي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند، صدیق صدیقي ډاډ ورکړی وه:«تازه دمه ځواکونه فراه ولایت ته رسېدلي دي او زه د دغه ولایت اوسېدونکو ته ډاډ ورکوم چې افغان ځواکونه به د طالبانو له ځپلو لاس وانه‎خلي.»

طالبانو د فراه ښار ختیځ کې د دهک سیمه نیولې ده. د فراه ولایتي شورا غړي وايي چې اوس‎مهال په ښار کې

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه