Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د عاشورا په مراسمو کې د حکومت د مشرانو ګډون

ولسمشر غني د عاشورا په مراسمو کې په ګډون سره پرون شپه په کارتې سخې کې پر عزا لرونکو برید، بشري جنایت وباله.

ولسمشر غني وویل په افغانستان کې د شعیه ګانو او نورو مذهبونو ترمنځ یووالی د نړۍ د ټولو اسلامي هېوادونو په پرتله غوره دی.

ولسمشر غني وویل:«په دغې حساسې اوضاع کې د افغانستان د مسلمان ملت دښمنان په بېلابېلو مکرونو په کمین کې دي.اړینه چې ټول خلک په یوه غږ سره د دغو جنایت کارانو په وړاندې خپل غږ پورته کړي. او د اهل تسنن او تشیع له ټولو علماوو،سیاستوال او پوهانو څخه غواړم چې د خلکو په پوهاوي او د یووالي او یومټويوالي خپل رسالت ترسره کړي. »

بلخوا د ولسمشر دویم مرستیال وایي د ملي يووالي حکومت د شهیدانو هیلو ته په درناوي، په هېواد کې جدي سمونو ته ژمن دی.

د ولسمشر لومړي مرستیال سرور دانش وویل:«له هغې ورځې چې له اداري فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي په کار پیل کړی او ډېر لږ وخت هم کېږي،هلته د ډېریو دولتي چارواکو دوسیې راغونډې شوې دي،نه د غیر دولتي کسانو.»

ښاغلي دانش زیاته کړه:«ټاکل شوې ده چې ده مرکز په بې پرې توګه خپل کار پیل کړي.ولسمشر،لوی څارنوال او یا هېڅوک په دغه مرکز کې لاسوهنه نه کوي او د هېواد له مشرانو څخه زموږ غوښتنه دا ده چې لاسوهنه ونه کړي.»

د دغو مراسمو ویناوال د ظلم او بې عدالتې په وړاندې مبارزه د عاشورا اصلي پیغام بولي او له ملي یووالي حکومت څخه غواړي چې د خلکو د ملاتړ ترلاسه کولو په موخه ډېره هڅه وکړي.

د پخواني ولسمشر مرستیال محمد کریم خلیلي په دې مراسمو کې وویل:«حکومت هم ځواب ویوونکی دی او باید هم ځواب ووايي.»

هر کال د نړۍ مسلمانان د محرم میاشتې لسمه د امام حسین او یارانو لپاره د ویر ورځ لمانځي. او هغه د آزادې غوښتنې اصلي پیغام بولي.

ولسمشر غني د عاشورا په مراسمو کې په ګډون سره پرون شپه په کارتې سخې کې پر عزا لرونکو برید، بشري جنا

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه