امنیتي چاروکي وايي چې طالبانو یکشنبې د شپېمهال د افغان ځواکونو پر پوستو او په میمنې کې پر هوايي ډګر بریدونه پیل کړي، خو د افغان ځواکونو له ځوابيبرید سره مخامخ شول.
چارواکي زیاتوي چې طالبانو پر میمنې ښار له درېیو خواوو یعنې شمال لویدیځې برخې چې له پښتونکوټ ولسوالۍ سره نښلېدلې او د لویدیځ او شمال لهخوا بریدونه کړي وو، خو له ځوابي برید وروسته خواجهسبزپوش او ښتونکوټ ولسوالیو ته په شا شول.
د دغه بریدونو د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه راپورونه نه دي ورکړل شوي.
دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر لومړي مرستیال، جنرال عبدالرشید دوستم د فاریاب ولایت په غورماچ ولسوالۍ کې د طالبانو پر وړاندې پر عملیاتو بوخت دی.
په دې ولایت کې د نا امنیو زیاتوالی او د غورماچ ولسوالۍ نسکورېدل لامل شول چې جنرال دوستم دې ولایت ته ولاړ شي.
جنرال دوستم عملیاتو موخه د ترهګرو ځای پر ځای کېدو مخنیوی ښودلی دی.
د شنبې پر ورځ په قیصار ولسوالۍ کې د نښتو په ترڅ کې جنرال دوستم ته نېږدو ۵ سرتېرو په ګډون ۱۷ افغان ځواکونه ووژل شول او ۲۱ نور ټپیان شول.
په دې وروستیو کې طالبانو د هېواد په بېلابیلو برخو لکه، هلمند، فراه، ارزګان، بغلان او کندز خپل بریدونه زیات کړي دي، خو د افغان ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شوي او درنه مرګ ژوبله ورته اوښتې ده.
په دې اړه مو اندونه