Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ملا عبدالمنان:له حکمیتار سره سوله یوه پاکستانۍ پروژه ده

د ملا رسول په مشرۍ د طالبانو جلا شوې ډله د اسلامي حزب سره سوله د پاکستان پروژه ګني.

د ملا رسول مرستیال ملا عبدالمنان نیازی وایي چې پاکستان هڅه کوي د سولې خبرې اترې په خپله ولکه کې ونیسي او طالبان له دې وروسته د پاکستاني جنرالانو خبرو ته پاملرنه نه کوي.

ملاعبدالمنان نیازي څرګنده کړه:«په کابل کې د سولې یوه بله پروسه چې له حکمتیار سره په لاره اچول شوې،هغه پروسه پاکستانیانو په خپل لاس او شعور سره په لاره اچولې. له همدې امله موږ پر دغې بهیر شک درلود او تأیید مو نه کړه.»

ملا نیازي زیاته کړه:«زه خپل افغانی جنرال،د پاکستاني جنرال په وړاندې په سلګونه ځلې غوره بولم.زه د پاکستاني جنرال خبرې نه اورم چې ما ته ووايي ځه دا شان جهاد وکړه!زه پاکستان ته جهاد ورښیم.»

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې له دې مخکې حزب اسلامي ویلي وو چې له حکومت سره د دغه ګوند په یو ځای کېدو سره به د ملارسول ډله هم د سولې خبرو ته حاضره شي.

اخوا اسلامي حزب دا ادعا ردوي او زیاتوي چې دوی د خلکو او د سولې عالي شورا له هڅو وروسته هوکړه لیک لاسلیک کړی دی.

په ټلېفوني اړیکه کې د حزب اسلامي غړي نادر افغان طلوع نیوز ته وویل:«طالبان خپل صلاحیت او خپلواکي نه ‎لري چې راشي او په نېغه توګه له حکومت سره د خبرو اترو پر مېز کېني. څوک د ملارسول او یا هم د عبدالمنان د ډلې مخه نیسي چې راشي او له حکومت سره د مذاکرې پر مېز کېني.»

د پوهنتون استاد عبدالطیف نظري وویل:«د سولې خبرې اترې له پېچلتیا سره مخامخ دي.تر هغه وخته چې د سولې په اړه ملي او سیمه‎ييزه اجماع رامنځته نه‎شي،په افغانستان کې سوله نه ټینګېږي.ځکه چې طالبان د سیمې له بېلابېلو هېوادونو سره په اړیکه کې دي او ترهغه مهاله چې هېوادونه احساس ونه کړي چې په افغانستان کې یې ګټې تأمینېږي،د سولې له بهیر څخه به ملاتړ ونه کړي.»

له دې سره سره ملانیازي له حکومت سره د خبرو لپاره د چمتووالي خبره کوي خو دا شرط ږدي چې له افغانستانه باید ټول بهرني ځواکونه ووځي.

د اړوند رپوټ د لیدو لپاره دا ځای کېکاږئ:

د ملا رسول مر

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه