د بغلان ولایت د کانونو رییس شاه محمود فیضاد په دغه ولایت کې د ډبرو سکرو د کانونو د سوځېدو او د دغه کانونو داحتمالي چاودنې څخه خبرورکوي.
ښاغلي فیضاد زیاته کړه چې د څو پوځي عملیات د ترسره کېدو سربېره تراوسه هم د دغه کان اداره د ترهګرو په لاس کې ده او په دغه کان کې د کار درېدو اور لګېدنه رامنځته کړې ده.
د بغلان د ډبرو سکرو د کانونو رییس شاه محمود فیضاد وویل:«په دغه کان کې په حزب اسلامي پورې تړلي کسان واکمن دي.د غبرګولي له میاشتې راهیسې په دغه کان کې کار درول شوی.دغه کان ډېر زیانونه لیدلي دي.دمګړۍ په دغه کان کې اور لګېدنه،د اوبو پورته کېدل او د غازو راوتل جریان لري او شونې ده چې ډېر ژر دغه کان وچوي.کهچېرې وچوي د هغه د بیارغونې امکان شونی نه دی.»
داسې باورونه دي چې د بغلان ولایت د ډبرو د سکرو کان چاودل به پراخ اقتصادي زیانونه رامنځته کړي.
د پوهنتون استاد دُرمحمد آریايي نژاد څرګنده کړه:«د بغلان د ډبرو سکرو کان چې د دولت یوه ملي پانګه ده،اور اخیستی. په لومړي ګام کې سیمهييز حکومت مسؤولیت لري چې د کانونو وزارت یې باید خبر کړی وای او دویم مرکزي حکومت باید ژر تر ژره اقدام وکړي کهچېرې اقدام ونه کړي ښايي چې ستره چاودنه رامنځته شي او دولت او خلکو ته پراخ زیانونه ورسېږي.»
د بغلان د ډبرو سکرون کان د افغان کول خصوصي شرکت ته په اجاره ورکړل شوی، خو کابو یوکال کېږي چې په دې سیمه کې د وسله والو مخالفانو د حضور له کبله د کان راویستل بند شوي دي.