Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سولې د خبرې اترو د سلامشورې لپاره پاکستان ته د طالب پلاوي سفر

په قطر کې د طالبانو یو لوړپوړی پلاوی،د سولې د خبرو اترو د سلامشورې لپاره اسلام اباد ته تللی دی.

ګارډین ورځپاڼه د سرچینو له خولې لیکي چې په دوحه کې د افغان حکومت او د طالبانو د استازو د دوو ځله پټو خبرو اترو څخه وروسته، دغه پلاوي د چهارشنبې په ورځ پاکستان ته سفر کړی دی.

داسې رپوټونه شته چې په دغه پلاوي کې د پاکستان لپاره د طالبانو د رژیم سیفر مولوي شهاب الدین دلاور،د طالبانو د رژیم د بهرنیو چارو وزیر ملاجان محمد مدني او د طالبانو د رژیم د ښوونې او روزنې مرستیال ملا عبدالسلام ګډون لري.

طالب چارواکو ویلي دي چې دغه خبرې اترې په داسې حال کې په پاکستان کې ترسره کېږي چې په وروستیو میاشتو کې له افغان او امریکايي چارواکو سره بریالۍ اړیکې مو لرلې دي.

دغه چارواکي زیاته کړه:«طالبانو او امریکایانو په قطر کې یو لړ خبرې اترې لرلې. او ځینې پرمختګونه هم شوي دي.او موږ هیله لرو چې دغه خبرې اترې د پرمختګونو لپاره لاره هواره کړي.»

د ګارډین ورځپانې په نقل قول سره د طالبانو یوې سرچینې ویلي چې د طالبانو اوسنی مشر ملا هبت الله اخندزاده هڅه کوي ترڅو له کابل او امریکا سره د سولې خبرو اترو ته چټکتیا ورکړي.

سرچینې ویلي:«پاکستان او نور ګاونډي هېوادونه به په تدریج سره مدیره پلاوي ته راوستل شي.پاکستان یو له مهمو ګاوڼدیو څخه دی او له شک څخه پرته چې هغوی غواړي دخیل وي.»

ګارډین ورځپاڼه همدارنګه رپوټ ورکوي چې یوه لویدیځی چارواکی چې پاکستان ته د طالبانو د پلاوي له تګ څخه خبر وه وايي چې ناشونې ده چې د طالبانو د پلاوي سفر دې په دوحه کې د وروستیو خبرو اترو سره تړاو ونه لري.

دغه مقام زیاتوي:«هغوی او له کوټې څخه یو پلاوی له پاکستانیانو سره د هغه بهیر په اړه چې دپاکستان له خوا یې مشري کېږي خبرې اترې کوي.»

هغه همدارنګه وویل:«چې دغه طرجه د امریکا او چین له فشارونو څخه د تېښتې لپاره ده.»

دغه چارواکی وايي چې ځینې طالبان د اسلام اباد ته د سیاسي کمېسیون د غړو پر احضار نیوکه کوي.

د اسوشیتد پرس ورځپاڼې د طالبانو د یوه چارواکي له خولې لیکي چې په دغې اوونۍ کې د دوحې د دفتر رییس له افغان دولت سره په مذاکراتو کې به ګډون ونه کړي. هغه مسئله چې د دوحې د دفتر د مشرۍ پر سر جګړه منعکسه کوي.

پاکستاني چارواکو د وروستیو اعاګانو په اړه د نظر له ورکړې ډډه کړې ده.

په قطر کې د طالبانو یو لوړپوړی پلاوی،د سولې د خبرو اترو د سلامشورې لپاره اسلام اباد ته تللی دی.ګار

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه