په بروکسل کې د ذایقې او کیفیت نړیوال انسټېټیوټ د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د ۳۰۰ ډولو زعفرانو له ډلې د افغانستان زعفران یې د غوره زعفران وټاکل.
دغه انسټېټیوټ وايي چې د افغانستان زعفران په نړۍ کې تر ټولو غوره او د ښه کيفیت لرونکي زعفران دي.
د دغه انسټېټیوټ په وینا د افغانستان زعفران د ایران او اسپانیا له زعفرانو سره په سیالۍ کې درې کاله په پرلهپسې د نړۍ غوره زعفران اعلانېږي.
د افغانستان د یو کیلو زعفرانو نړیواله بیه ۲ زره ډالره دي او د نړۍ په بازارونو کې د دغو زعفرانو لپاره تقاضا ورځ په ورځ زیاتېږي.
ویل کېږي چې د افغانستان د ښې هوا او اوبو د لرلو له امله د زعفران د کښت لپاره مناسب ځای دی او د لومړنیو څېړنو پر بنسټ کهچېرې دغه صنعتي بوټی په لازمه توګه وکرل شي؛ د هغه حاصلات د نورو هېوادونو په پرتله درې برابره زیاتوالی مومي.
په دې اړه مو اندونه