Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

تېره زیږدیزه میاشت په تېرو دوه کلونو کې خونړۍ میاشت

تیره زیږدیزه میاشت په تېرو دوه کلونو کې ترهګرو، امنیتي ځواکونو او ملکي کسانو ته تر ټولو خونړۍ میاشت وه.

د هغو مالوماتو پر بنسټ چې د دولتي ادارو له خوا وړاندې شوي او د طلوع نیوز په دغه امنیتي رپوټ کې راغلي دي، چې په اکتوبر میاشت کې څه باندې ۶ زره ترهګر، نېږدي ۵۰۰ امنیتي ځواکونه او له ۷۰۰ ډېر ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په دغه راپور کې راغلي چې امنیتي ځواکونه تراوسه هم غبرګوني دي، په داسې حال کې چې په سپټمبر میاشت کې د ترهګرو فعالیت کم شوی وه،خو په اکټوبر میاشت کې بېرته دغه بریدونه زیات شول.

په دې میاشت کې د جګړو ښکېلو لوریو په یو بل ډېر بریدونه وکړل، د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر په میاشت کې د طلوع نیوز لخوا یو زرو ۱۶۴ امنیتي پېښې ثبت شوي دي چې دا د تېرې میاشتې په پرتله ۲۱ سلنه ډېر والی څرګندوي.

امنیتي ځواکونو په دې میاشت کې ۶۶۲ پوځي عملیات ترسره کړي دي چې د سپتمبر میاشتې په پرتله ۲۶ سلنه ډېروالی ښيي.

اکتوبر میاشت د طالبانو لپاره له ځوځښته ډکه میاشت وه،د اکتوبر په میاشت کې د طالبانو بریدونه ۱۸ سلنه ډېر شول، ترهګرو په دې میاشت کې په ماین اېښودو سربېره ۱۴۳ سړي تښتونه ځانمرګي بریدونه او توغندیز بریدونه کړي دي.

د طلوع نیوز څېړنیز خبریال سیدعباس وویل:«په سپټمبر میاشت کې د مخالفو وسله‎والو د فعالیت کموالي ته په پاملرنې سره دا موکه لرله چې په اکټوبر میاشت کې د هغوی د فعالیتونو مخه ونیسي.خو دا شان ونه شول او په اکټوبر میاشت کې امنیتي پېښو زیاتوالی وموند.»

په دې میاشت کې ۴ زره او ۱۵۳ ترهګر ووژل شول او کابو ۲ زره نور ټپیان شوي دي. چې دا د تېرې میاشتې په پرتله ۲۳ سلنه ډېروالی ښيي.

دولتي ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتي ده، په دې میاشت کې ۳۹۷ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي، ۸۳ تنه ټپیان شوي چې دا د ۲۴ سلنې ډېروالی څرګندوي.

د اکتوبر میاشتې په لړ کې ډېری مرګ ژوبله ملکیانو ته اوښتي ده. په دې میاشت کې ۱۲۵ ملکیان چې ښځې او ماشومان هم په‎کې شامل دي وژل شوي او ۶۱۷ ملکیان ټپیان شوي دي چې دا ۵۵ سلنه ډېروالی ښيي.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري څرګنده کړه:«ترهګر هڅه کوي وښيي چې ډېر ځواک لري او خپل بریدونه یې زیات کړي دي خو په دې وروستیو کې یې بریدونه او خوځښتونه کم شوي دي او دا د دې لپاره دي چې هغوی ډېره مرګ ژوبله لیدلې ده.»

له دې سره ننګرهار د ۱۲۵ امنیتي پېښو په لرلو، هلمند د ۹۶ امنیتي پېښو په لرلو، فراه ۹۵ امنیتي پېښو په لرلو او کندز ۷۴ امنیتي پېښو په لرلو د اکتوبر میاشتې د امنیتي پېښو لرونکي ولایتونه وو.

د مشرانو جرګې منشي عبدالله قرلق وویل:«دا فصل غوره موکه ده چې ترهګر وځپو او هغوی له هغو ځایونو چې هلته حضور لري وشړو.»

په دې لړ کې د کابل په کارته سخي زیارت برید، په غور کې د ۳۶ ملکیانو وژل، په جوزجان کې د شپږو ملکیانو وژل کېدل، په شبرغان کې د یوه ښونځي سوځول او د یوه ښوونکي او دوه زده کوونکو وژل د اکتوبر په میاشت کې رامنځته شوي تاوتریخوالي دي.

تیره زیږدیزه میاشت په تېرو دوه کلونو کې ترهګرو، امنیتي ځواکونو او ملکي کسانو ته تر ټولو خونړۍ میاش

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه