Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پاکستان له ټرامپ سره په معامله کې له سترې ننګونې سره مخ دی

د افغانستان د امریکايي پوهنتون سرپرست ډېوېډ سیدني،چې له دې وړاندې د امریکا د ملي دفاع وزارت مرستیال هم وه،وايي چې پاکستان ترهګرو ته د پناه ورکولو له امله له ټرامپ سره په معامله کې له یوې سترې ننګونې سره مخامخ دی.

د افغانستان د ستراتیژیکو څیړنو په مرکز کې د افغانستان د امریکايي پوهنتون سرپرست وایي که څه هم چې دامریکا د نوی ولسمشر ډونالډ ترامپ بهرنی سیاست د ځینو هېوادونو په وړاندې تر اوسه نامالوم دی خو د پاکستان په وړاندې به سخت دریځ خپل کړي ځکه چې د ترهګرو اصلی پټنځاینونه په دې هېواد کې دي.

ښاغلي سیډني زیاته کړه:« د پاکستان په اړه یې څو کلکې خبرې کړې، په دې هکله چې پاکستان د دې هېواد په خاوره کې د ترهګرو له شتونه رضایت لري او د پاکستان حکومت د پخوانیو کړنو په اړه، له دې امله فکر کوم چې پاکستان له ټرامپ سره په معامله کې له یوې لويې ننګونې سره مخامخ دی.»

دغه امریکایي سیاستوال ډاډ ورکوي افغانستان تراوسه هم د واشنګټن د پام وړ دی.

ډېویډ سیډني څرګنده کړه:« هېڅ نښې نښانې نشته چې ټرامپ افغانستان یوازې پرېږدي، زما په نظر ټرامپ به لږترلږه د اوباما په اندازه او یا له هغه زیات د افغانستان لپاره به کار وکړي.»

له بلخوا د ترکیې ولسمشر چې پاکستان ته یې سفر کړی ټینګار کوي ترهګري د افغانستان او پاکستان لپاره ګډ ګواښ دی.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل:« د پاکستان او افغانستان ترمنځ همکاري روښانه ده، ترهګرۍ ته د حل لارې د موندلو موضوع پر دواړو هېوادونو اغېزه کوي.»

له دې مخکې دونالدټرامپ په ټاکنیزه مبارزه کې ویلي و اتومي پاکستان د نړۍ د امنیت پر وړاندې لويه ننګونه ده او امریکا باید له دغه هېواد سره مالي مرسته بنده کړي.

د افغانستان د امریکايي پوهنتون سرپرست ډېوېډ سیدني،چې له دې وړاندې د امریکا د ملي دفاع وزارت مرستیا

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه