Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بې پولې خبریالان: حکومت نشي کولی د خبریالانو د وژنې دوسې وڅېړي

د بې پولو خبریالانو سازمان وايي، افغان حکومت نه شي کولی د خبریالانو د وژنې دوسیې وڅېړي او له همدې امله به دغه سازمان نړۍوالې محکمې ته شکایت وکړي.

د یاد بنسټ یو تن مسوول، رضا معیني افغانستان د خبریالانو لپاره مرګونی هېواد بولي.

ښاغلی معیني له دولته غواړي چې د هدفي وژنو مخنیوي لپاره هڅې وکړي:«د خبریالانو وژنې او دا چې تر اوسه پنځه تنه وژل شوي دي، موږ پرته له شکه نړیوالې محکمې کې شکایت ثبتوو.»

د خبریالانو د ملاتړ بنسټ اجراییه رییس، مجیب خلوتګر زیاتوي:«اوس د افغانستان حکومت لپاره ده چې له اسنادو او ثبوت سره د خبریالانو او مدني ټولنې ته ثابته کړي چې د دغو وژنو تر شا څوک دي.»

کابو تېرو دوو میاشتو په کمه موده کې پنځو خبریالانو افغانستان کې ژوند بایللی دی.

له بل لوري په داسې حال کې چې، افغان حکومت او په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه طالبان د موخه ییزو بریدونو اصلي عاملین ګڼي؛ خو دغه ډله بیا په یادو پېښو خپل لاس لرل ردوي.

په داسې حال کې چې افغان حکومت او بهرني ځواکونه په هېواد کې د پلان شویو وژنو مسوول طالبان ګڼي، خو دې ډلې په یوې خبرپاڼه کې لیکلي دي چې دیني عالمان ؛ خبریالان او سیاسي څېرې ددې ډلې پوځي موخې نه دي.

دا ډله وایي چې ددغو پېښو تر شا د هغو کسانو لاس دی چې د سولې او اسلامي نظام مخالف دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند، طارق آرین وايي:«وروستیو هدفي وژنو کې چې خبریالانو ژوند بایلللی دی، طالبان دي.»

د طالبانو ویاند تېره اوونۍ له ازادي راډیو سره په مرکه کې په ډاګه کړه چې  طلوع او یک ټلویزیونونو نومونه ددې ډلې د پوځي موخو له نوملړه اېستل شوي دي.

 په داسې حال کې چې په ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې د موبي ګروپ پر کارکوونکو د طالبانو په ځانمرګي برید کې اوه رسنیز کارکوونکي ووژل شول او پنځه ویشت تنه نور ټپیان شول.

په همدې حال کې هېواد کې خبریالان د هدفي وژنو په تړاو اندېښنه لري.
 
خبریال، ذوالفقار محمدي وايي:«امنیتي حالت د اندېښنې وړ دی، هېڅوک نه پوهیږي چې د خبریالانو وژنه کې د چا لاس دی.»
 
د طلوع نیوز د موندنو له مخې په وروستیو دوولسو میاشتو کې په بیلابیلو پېښو کې  یوازې نهه خبریالان او رسنیز کارکوونکي وژل شوي دي، د هغوی له ډلې پنځه تنه یوازې په وروستیو دوو میاشتو کې ترور شوي دي، هیڅ یوې ډلې ددغو پېښو مسوولیت پرغاړه نه دی اخیستی، خو دا پېښې  د سولې هوکړې ته د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو  ډلې د رسېدو له هڅو سره همهاله شوي دي.

د طلوع نیوز شمېرو له مخې تېرو دوولسو میاشتو کې نهه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي

شریک یي کړئ