سرچینې طلوع نیوز ته وايي چې د ارزګان ولایت په ترینګوټ ښار کې په موټر سایکل کې د ځای پر ځای شوي چاودېدونکو توکو د چاودنې په پایله کې د یوه خبریال په ګډون ۱۱ تنه ټپيان شوي دي.
ځايي چارواکي وايي چې دغه چاودنه نن له سې شنبې د غازي امان الله خان په څلور لارې کې شوې ده. خو دغو چارواکو د دغې پېښې د ټپيانو په هکله څه نه دي ویلي.
ورته مهال د راډیو سلام ارزګان وايي چې په دغې چاودنه کې د دغې راډیو خبریال شاه محمد همدرد هم ټپي شوی دی.
د سرچینو په وینا، د دغې پېښې په ۱۱ ټپیانو کې دوه ماشومان او یوه ښځه هم شامل دي.
تراوسه د دغې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.