Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د یما سیاوش د وژنې څرنګوالي د څېړنې په هکله د نړیوال پلاوي غوښتنه

هغه پاڼې چې په ولایتونو کې د یما سیاوش او د هغه د همکارانو د وژنې د څېړنې لپاره لاسلیک شوې وي، نن په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر ته وسپارل شوې.

د پاڼو د سپارلو پر مهال د یما سیاوش پلار حکومت یې د یادي چادونې د جزیاتو د نه روښانیتا په برخه کې د سیاسي ارادې په نه لرلو تورن کړ. 

په ورته وخت کې د رسنیو ځينې فعالان د یما سیاوش د قتل په برخه کې د څېړنو لپاره د یوه بې پرې نړیوال پلاوي غوښتنه کوي.

د هغې چاودنې د جزییاتو نه اعلانېدل چې یما سیاوش او دوه همکاران یې په کې ووژل شول؛ د طلوع نیوز د خپرونو د دغه پخواني چلوونکي پلار دې ته اړکړی چې له درېیو میاشتو وروسته پر هغه څه چې د دې پېښې پر وړاندې د حکومت بې پروایي بلل کېږي، د رسنیو د کمرو مخې ته نیوکې وکړي.

دا نیوکې په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر ته له ولایتونونه نه، د راسېدلو لاسلیک شویو پاڼو د سپارلو پرمهال کېږي.
 
د یما سیاوش پلار داوود سیاوش وايي:«د نړۍ په کوم سیاسي نظام کې، د یوه شهید په حق کې داسې بې غوري کېږي؟ ایا د وینو ترپښو لاندې کول همدا نه دي؟ زه نه وسله لرم، ننه موټر لرم، نه دفتر لرم، نه امکانات لرم، نه وسایل لرم؛ خدای لرم او قلم! موږ حق لرو چې چیغې ووهوو که نه یې لرو؟»

په ۲۴ ولایتونو کې د افغانستان بانک په موټر کې د چاودنې د څېړلو لپاره لاسلیکونه راټول شوي دي. معترضان د امنیتي کمرو د تصویرونو او د په نښه شویو موټر د جي پي اس دستګاه د معلوماتو د خپرېدو په ګدون د دې پېښې د شواهدو د خپرېدو غوښتنه کوي.
 
ښاغلی سیاوش وايي:«نه دا وینه خورم، نه د اوینه څښم، نه د دغې وینې پر څوکۍ کېنم، او نه پرېږدم چې دا وینه تر پښو لاندې شي؛ زه تر هغې چیغې وهم چې زما مړی ولوېږي او تر څنګ یې ویده شم! دا کوم شعار نه دی!!»

د یما سیاوش له وژل کېدو ۴۰ ورځې وروسته؛ د نوموړي کورنۍ د هغه د قاتل د پېژندلو په چاره کې د افغان حکومت له نه همکارۍ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت وکړ. خو د یما د پلار په وینا تر اوسه د دغه سازمان له لوري پرې غور نه دی شوی.
 
د افغانستان بانک په موټر کې د سږکال د لړم میاشتې پر اولسمه چاودنه وشوه چې د دغه بانک رسنیز سلاکار یما سیاوش؛ د افغانستان بانک د دفتر د آمریت اجرايي مرستیال احمدالله انس او موټر چلوونکی امین الله رضایي په کې ووژل شول.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه