Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

یوناما: تېرو ۴ میاشتو کې د رسنیو او بشري حقونو ۱۱ فعالان وژل شوي

افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ دفتر یا یوناما په خپل تازه راپور کې وايي چې تېرو کابو څلورو میاشتو کې افغانستان کې د بشري حقونو مدافعینو او د رسنیو ۱۱ کارکوونکو هدفي وژنو کې ژوند بایللی دی.

د یاد بنسټ خپور شوي راپور کې نن(دوشنبې د سلواغې په ۲۷مه نېټه) راغلي چې د ۲۰۲۰ کال له سپټمبر وروسته چې د افغانستان د سولې خبرې اترې پیل شوې دي د بشري حقونو د مدافعینو او خبري رسنیو د مسلکي کارکونکو د وژل کېدو شمېر زیات شوی دی.

راپور کې راغلی دي:«د ۲۰۲۰ کال د سپټمبر له ۱۲مې راهیسې چې د سولې خبرې اترې پیل شوي، د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ تر۳۱ مې پورې د بشري حقونو ۱۱ مدافعین او د رسنیو کارکونکي په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي. د مسوولیت له نه منلو سره یوځای دغه مخ پورته تلونکي بهیر، په خلکو کې د ویرې فضا رامنځ ته کړې.»

یوناما همداراز وايي چې د وېرې خپرېدو له کبله د رسنیو او بشري حقونو د کارکوونکو د ژوند فضا تنګه شوې او ډېرو یې خپلو کارونو کې له خود سانسورۍ کار اخیستی، خپلې دندې یې پریښي دي او د ځان خوندیتوب لپاره یې کورونه او سیمې خوشې کړي دي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې، دیبرا لاینز راپور کې ویلي دي:«افغانان یوې غوړیدلې مدني فضا ته اړتیا لري او مستحق یې دي – یوه داسې ټولنه چې خلک پکې له ویرې پرته په ازاد ډول فکر وکولی شي، خپل نظر په ډاګه او ولیکلی شي.»

نوموړې زیاته کړې ده:«د بشري حقونو د مدافعینو او رسنیو غږ د هرې پرانیستې او  متمدنې ټولنې لپاره مهم دی. په داسې وخت کې چې د خبرو اترو له لارې د جګړې د پای ته رسولو او د سیاسي جوړ جاړي پر رامنځ ته کیدو ټینګار کیږي، اړتیا ده چې تر بل هر وخت ډیر د بشري حقونو او رسنیو غږونه واوریدل شي نه دا چې خاموشه کړل شي.»

ملګري ملتونه څرګندوي چې په افغانستان کې درسنیو او بشري حقونو د سکټورونو پر استازو بریدونه، کومه نوې موضوع نه ده، خو لکه چې په رپوټ کې مستند شوي د وژنو په ډول کې مشخص بدلون راغلی دی. په دې وروستۍ څپه کې، په قصدي او له وړاندې پلان شوي ډول د افرادو په نښه کول دي، چې د تیرو کلونو پر خلاف یې ترسره کونکي ناپیژانده پاته شوې دي.

دغه وژنې په عمده ډول د وسله والو ډلو د برید ځای ته د اشخاصو د نږدې والي له امله وې، په ځانګړي ډول د اسلامي دولت خراسان څانګه چې تعبیه شوي چاودیدونکي توکي کاروي.

یوناما وايي چې راپور د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ له لومړۍ د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ تر۳۱ مې د بشري حقونو د مدافعینو او رسنیو د ۶۵ کارکونکو وژل ثبت کړي چې په دې ډله کې ۳۲ د بشري حقونو د سکټور او ۳۳ تنه یې د رسنیو د برخې دي. له دوی څخه ۱۱ (۵ تنه د بشري حقونو مدافعین او ۶ تنه د رسنیوفعالین) یوازې د ۲۰۲۰ کال د اکټوبر له لومړۍ د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ تر۳۱مې د څلورو میاشتو په موده کې وژل شویدي.

راپور همدانګه په ډاګه کوي چې د بشري حقونو مدافعین، ژورنالیستان او د رسنیو کارکونکي چې غواړي د افغانستان خلکو ته (د بشري حقونو او د بشردوستانه حقونو له نړیوال قانون څخه د سرغړونو په ګډون) د یولړ پراخو مسلو په اړه پروخت معلومات وړاندې کړي، ترډیره له ګواښونو، ویرونې، ځورونې، پلټنې او خپلسري توقیفونو سره مخامخ دي.

دغه راپور ټینګار کوي چې ددغه ډول وژنو او ډار په مخنیوي، د حساب کتاب په پیاوړي کولو او د معافیت د مخنیوي په برخه کې ټول اړخونه یو مهم رول لوبولی شي. د وژنو په تړاو تحقیقات باید په بې پرې، خپلواک، عاجل، اغیزمن، باوري او روښانه ډول ترسره شي. د شکمنو عاملینو محاکمه باید په مناسب ډول د عادلانه محاکمې د معیارونو پراساس ترسره شي. د رسنیو او مدني ټولنو د رول پر وړاندې د کارول شویو بیانونو، او یا د افشا کونکو تهدیدول او یا یې په وړاندې ګام پورته کول او د "هدفي لسټونو" خپرول د دا ډول وضیعت له دوام سره مرسته کوي چې په هغه کې مدني فضا نوره هم تنګه او پرخلکو، په خاص ډول د بشري حقونو په مدافعینو او د رسنیو پرکارکونکو ناوړه اغیزې پرېباسي. 

په رپورټ کې دولتي او غیر دولتي کارکونکو ته یو لړ سپارښتنې شوې دي چې په لاندې ډول دي.

دافغانستان حکومت ته

- د وروستي ګډ کمیسیون د رامنځته کولو په دوام، د بشري حقونو د مدافعینو د خوندیتوب په خاطر د افغانستان د ولسمشر د دویم مرستیال په مشري د ملي خوندیتوب یو اغیزمن او همغږی مکانیزم فعالول. د ځانګړي خوندیتوب او امنیتي تدبیرونو په ګډون، د هغو بشري حقونو د مدافعینو، ژورنالیستانو او د رسنیو کارکوونکو لپاره چې د ګواښونو او د ارعاب نورو ډولونو سره مخ شوې دي، د یوه کافې وقایوې کارې چوکاټ رامنځته کول.

- ډاډ تر لاسه کول چې د بشري حقونو مدافعین، ژورنالیستان او د رسنیو کارکوونکې خپل د ژوند د مشروع حقونو، د راټولیدو ازادي، د بیان ازادي او معالوماتو ته د لاسرسي ازادي او همدارنګه د نورو بنسټیزو ازادیګانو څخه، د غچ او یا د برید د ډار څخه پرته، برخمن وي.

- د وژنو د قضیو د خپلواک، بېطرفه، بېړني، کره، اغیزمنه، معتبره او روڼ تحقیقاتو په ګډون، د معافیت په وړاندې مبارزه کول.

- د هدفې وژنو د مظنون مرتکبینو د عدلې تعقیب په ګډون چې په هغه کې نړیواله قانونې پروسه او د عادلانه محاکمې معیارونه په جدې ډول سره رعایت شوي وي، د یوې روښانه حساب ورکونې ترویجول.

- د تجمع یا راټولیدو د ازادي او د بیان ازادي په وړاندې د محدود کوونکو قوانینو د تدوین څخه ډډه کول او همدارنګه په هغه مدنې چاپېریال کې چېرته چې د عامه ګفتمانونو څخه د غیر ضرورې ننګونو او یا په نښه کیدو له امله مخنېوی کیږي په ګډون، د یوه مدنې چاپېریال خوندې کول او ترویجول.

غیر دولتې اړخونو ته

- د بشر پالنې نړیوال قانون او د بشري حقونو نړیوال قانون سره سم، د بشري حقونو د مدافعینو، ژورنالیستانو او د رسنیو کارکوونکو د وژنو بندول.

طالبانو ته

-  د مشرتابه په کچه د بشري حقونو مدافعینو، ژورنالیستانو او د رسنیو کارکوونکو د وژنو د پېښو په کلکه غندل.

-  د هغو قضیو تحقیق چیرته چی د طالبانو پرغړو باندې په قضیه کې د لاس درلودلو ادعا شوې وي، او د طالبانو د غړو چې د بشري حقونو د مدافعینو، ژورنالیستانو، او د رسنیوکارکوونکو په وړاندې د هدفې وژنې امر ورکړی او یا امر يې پلې کړی دی، حسابورکولو ته اړایستل.

-  د بشري حقونو مدافعینو، ژورنالیستانو او د رسنیو د کارکوونکو په وړاندې د هغو د هدفې وژنو د منع کولو په موخه د پالېسېګانو تدوین، خپرول او انفاذ.

-  د موجوده پالېسېګانو منسوخول (د نويو پالېسېګانو د تدوین څخه امتناع) کوم چې د تجمع یا راټولیدو ازادي د مدنې ټولنو او د بشرې مرستو د فعالینو کار او د بیان د ازادي په ګډون، مدنې چاپېریال محدودوي.

نړیوالې ټولنې ته

- د یو متحد، خپلواک، سوله ییز او دیموکراتیک افغانستان لپاره، د ۲۰۲۰ کال د نومبر د میاشتې په ۲۴ نېټه د افغانستان په اړوند د ژنو په کنفرانس کې د تدوین شوي اعلامېې سره سم، د بشري حقونو د مدافعینو او د خپلواکو رسنیو د مهمې ونډي د واضح کولو کار ته دوام ورکول.

-  د ګواښ سره مخ شوي د بشري حقونو مدافعینو، ژورنالستانو او  د رسنیو کارکوونکو سره دوامداره تعامل او د هغو پروګرامونو سره مرسته زیاتول کوم چې دوي ته د امنیت، سفر، مالې کمک، د ظرفیت رامنځته کول او نورې مرستې چمتو کوي.

راپور کې راغلی دي د ۲۰۲۰ کال د سپټمبر له ۱۲مې راهیسې چې د سولې خبرې اترې پیل شوي، د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ تر۳۱ مې پورې د بشري حقونو ۱۱ مدافعین او د رسنیو کارکونکي په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.

شریک یي کړئ