Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دوو وسله والو بریدونو کې د انعکاس ټلوېزیون۳ تنه کارکوونکې وژل شوي

د انعکاس راډیو ټلوېزیون رییس زلمی لطیفي نن سې شنبې (د کب په ۱۲مه) څرګنده کړه چې د دغې رسنۍ درې تنه ښځينه کارکوونکې په دوو جلا وسله والو بریدونو کې وژل شوې دي.

ښاغلي لطیفي زیاته کړه چې ناپېژانده وسله والو د دغې رسنۍ د دوبلې د برخې دوه تنه کارکوونکې سعدیه او شهناز نن له غرمې وروسته د څلورو بجو په شاوخوا کې د ننګرهار ولایت د مرکز جلال اباد ښار په لومړۍ حوزه کې په نښه شول او دواړه له ټپي کېدو وروسته په روغتون کې ساه ورکړه.

هغه همدارنګه څرګندوي چې په ورته برید کې د جلال اباد ښار په څلورمه حوزه کې د انعکاس ټلوېزیون د دوبلې د برخې بله کارکوونکې مرسل حبیبي هم وژل شوې ده.

ورته مهال د جلال اباد په ولایتي روغتون کې ډاکټران وايي چې په دغه برید کې دوه تنه لاروۍ ښځې هم ټپیانې شوې دي او د درمنلې لپاره دغه روغتون ته راوړل شوې دي.

تراوسه د دغو بریدونو مسوولیت چا نه دی منلی.

کابو درې میاشتې مخکې هم د انعکاس ټلوېزیون د خپرونو چلوونکې ملاله میوند هم په ورته برید کې ووژل شوه.

د انعکاس راډیو ټلوېزیون رییس زلمی لطیفي د دې پخلی کوي چې د دغه ټلوېزیون د دوبله د برخې درې تنه کارکوونکې د ناپېژانده وسله والو په دوو جلا بریدونو کې وژل شوی دي.

شریک یي کړئ