Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د انعکاس ټلویزیون د درېیو کارکوونکو مړي خاورو ته وسپارل شول

د مرسل وحیدي، سعدیه سادات او شهناز رووفي مړي نن(چهارشنبې د کب په ۱۳مه نېټه) جلال اباد کې خاورو ته وسپارل شول.

د یادې رسنۍ د دوبلې برخې دغه درې کارکوونکې تېره ورځ دوو جلا وسله والوبریدونو کې ژوند بایلود.

د قربانیانو خپلوان او د جلال اباد ښار اوسېدونکي پر نجونو برید غندي.

دوی د ننګرهار چارواکي د خلکو د امنیت په تامین کې پاتې بولي او وايي چې ان د جلال اباد په مرکزي برخو کې د خلکو ژوند خوندي نه دی.

د انعکاس د ټلویزیون د کارکوونکې، سعدیې ورور، روښان پر استخباراتي او کشفي بنسټونو نیوکه کوي او زیاتوي چې د یادو بنسټونو کمزورتیا د ډېرو کسانو د وژل کېدو لامل شوی دی.

د انعکاس راډیو ټلوېزیون رییس زلمی لطیفي تېره ورځ څرګنده کړه چې د دغې رسنۍ درې تنه ښځينه کارکوونکې په دوو جلا وسله والو بریدونو کې وژل شوې دي.

ښاغلي لطیفي زیاته کړه چې ناپېژانده وسله والو د دغې رسنۍ د دوبلې د برخې دوه تنه کارکوونکې سعدیه او شهناز نن له غرمې وروسته د څلورو بجو په شاوخوا کې د ننګرهار ولایت د مرکز جلال اباد ښار په لومړۍ حوزه کې په نښه شول او دواړه له ټپي کېدو وروسته په روغتون کې ساه ورکړه.

ورته مهال د جلال اباد په ولایتي روغتون کې ډاکټران وايي چې په دغه برید کې دوه تنه لاروۍ ښځې هم ټپیانې شوې دي او د درمنلې لپاره دغه روغتون ته راوړل شوې دي.

تراوسه د دغو بریدونو مسوولیت چا نه دی منلی.

کابو درې میاشتې مخکې هم د انعکاس ټلوېزیون د خپرونو چلوونکې ملاله میوند هم په ورته برید کې ووژل شوه

مرسل وحیدي، سعدیه سادات او شهناز رووفي د انعکاس ټلوېزیون د دوبلې برخې درېیو کارکوونکو تېره ورځ دوو جلا وسله والوبریدونو کې ژوند بایلود

Thumbnail

د مرسل وحیدي، سعدیه سادات او شهناز رووفي مړي نن(چهارشنبې د کب په ۱۳مه نېټه) جلال اباد کې خاورو ته وسپارل شول.

د یادې رسنۍ د دوبلې برخې دغه درې کارکوونکې تېره ورځ دوو جلا وسله والوبریدونو کې ژوند بایلود.

د قربانیانو خپلوان او د جلال اباد ښار اوسېدونکي پر نجونو برید غندي.

دوی د ننګرهار چارواکي د خلکو د امنیت په تامین کې پاتې بولي او وايي چې ان د جلال اباد په مرکزي برخو کې د خلکو ژوند خوندي نه دی.

د انعکاس د ټلویزیون د کارکوونکې، سعدیې ورور، روښان پر استخباراتي او کشفي بنسټونو نیوکه کوي او زیاتوي چې د یادو بنسټونو کمزورتیا د ډېرو کسانو د وژل کېدو لامل شوی دی.

د انعکاس راډیو ټلوېزیون رییس زلمی لطیفي تېره ورځ څرګنده کړه چې د دغې رسنۍ درې تنه ښځينه کارکوونکې په دوو جلا وسله والو بریدونو کې وژل شوې دي.

ښاغلي لطیفي زیاته کړه چې ناپېژانده وسله والو د دغې رسنۍ د دوبلې د برخې دوه تنه کارکوونکې سعدیه او شهناز نن له غرمې وروسته د څلورو بجو په شاوخوا کې د ننګرهار ولایت د مرکز جلال اباد ښار په لومړۍ حوزه کې په نښه شول او دواړه له ټپي کېدو وروسته په روغتون کې ساه ورکړه.

ورته مهال د جلال اباد په ولایتي روغتون کې ډاکټران وايي چې په دغه برید کې دوه تنه لاروۍ ښځې هم ټپیانې شوې دي او د درمنلې لپاره دغه روغتون ته راوړل شوې دي.

تراوسه د دغو بریدونو مسوولیت چا نه دی منلی.

کابو درې میاشتې مخکې هم د انعکاس ټلوېزیون د خپرونو چلوونکې ملاله میوند هم په ورته برید کې ووژل شوه

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه