Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ننګرهار د برید د قرباینانو کورنۍ: د ترور عاملان دې ونیول شوي

مرسل وحیدي، سعدیه سادات او شهناز رووفي چې تېره ورځ جلال اباد ښار کې ترور شوې، د دوی کورنۍ او خپلوان له حکومته غواړي چې د دغې پېښې عاملان دې ونیول شي.
 
هغوی حکومت د دغو پېښو د عاملانو په پېژنده کې په ناغېړۍ تورن وي او وايي چې حکومت خلکو ته دوکه ورکوي.

د سعدیې سادات ورور روښان وايي:«له حکومته زموږ غوښتنه دا ده چې د خلکو د غولولو لپاره دې دا کار نه کوي. له دې مخکې یې ویلي دي چې د ملالې قاتل یې نیولی خو قاتل ورک دی.»

د مرسل پلار وحیدالله هم وویل:«لور مې تل ویل چې درس وایم. په کراره نه کېنم او خپل کار ته دوام ورکوم.»

د شهناز رووفي پلار عبدالرووف هم زیاته کړه:«پوهنتون ته د تګ هیله مې لرله. د واده ارمان مې درلود ټول مې په زړه کې پاتې شول.»

دا درې واړه د انعکاس ټلوېزیون کارکوونکې وې چې تېره ورځ هغه مهال چې له دفتره د کور په لور روانې وې د ناپېژانده وسله والو له خوا په نښه شوې.

د دغو درې تنو مړي نن په جلال اباد کې خاورو ته وسپارل شول.
 
انعکاس ټلویزیون په ننګرهار کې تر نور ډېر مشهور سیمه ییز ټلوېزیون دی. کابو دوه میاشتې مخکې د دغه ټلوېزیون د خپرونو چلوونکې ملاله میوند هم په یوه وسله وال برید کې ترور شوه.

دغو درې پېغلو نجونو د انعکاس ټلوېزیون د دوبلې په برخه کې کار کاوه .

د انعکاس ټلوېزیون کارکوونکی محک بها څرګندوي:«له خپلې لارې نه په شا کېږو. زموږ د دښمنانو موخه همدا ده چې زموږ غږ چوپ کړي. دا کار نه شي کولای.»
 
په ننګرهار کې ۳ نجونې چې په دې سنتي ټولنه کې یې سرونه راپورته کړي وو، تر خاورو لاندې کېږي.

شریک یي کړئ