Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ننګرهار کې د انعکاس ټلوېزیون د کارکوونکو د ترور په هکله غبرګونونه

په ننګرهار کې د انعکاس ټلوېزیون د درې تنو کارکوونکو ترور له بېلابېلو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخامخ شوی دی.

له دې ډلې د بښنې نړیوال سازمان، امریکا، اروپایي ټولنې او ناټو پرونی برید غندلی او د دغه شان بریدونو بندول او بریدګرو ته د سزا ورکړې غوښتنه کړې ده. 

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون او د خواله رسنیو کاروونکو، ننګرهار کې پر رسنییزو کارکوونکو برید د بشري حقونو ښکاره نقض یاد کړی.

په کابل کې د اروپايي ټولنې دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره په ننګرهار کې د انعکاس ټلویزیون د دوبلې برخې پر درېیو کارکوونکو برید یو جنایت بللی او له افغان حکومته یې غوښتي چې، له رسنیزو کارکوونکو ملاتړ وکړي.

د اروپايي ټولنې په اعلامیه کې راغلي:«بزدلي محمدویت نه لري، د بې ګناه ولسي وګړو وژل یو جنګي جنایت دی. چې د نړیوالو بشرپاله قوانینو پر بنسټ مجازات کېږي. موږ له افغان حکومته غواړو چې د خبریالانو د ملاتړ په هګله ډاډ حاصل شي. اروپايي ټولنه له غړو او شریکو هېوادونو سره، په افغانستان کې به له رسنیو خپل ملاتړ ته دوام ورکړو.»
 
په کابل کې د امریکا سفارت هم د افغان حکومت له لوري په روښانه توګه د دغې پېښې د څېړنې غوښتنه کړې ده:«موږ باید په څرګنده او رڼه توګه دغو پېښو په څېړنه کې معافیت ته د پای ټکی کېږدو. موږ له حکومته غواړو چې له بیان ازادۍ او خبریالانو ملاتړ وکړو. عاملان باید ځواب ویوونکي وي او د افغان ولسي وګړو په وړاندې د ترهګرۍ مخه ونیسي.»

ناټو هم د دغه برید په غندلو سره ویلي چې، په دغه هېواد کې له تل پاتې سولې د ډاډ لپاره د افغان ښځو غږ مهم ګڼي:«افغان ښځې چې د رسنۍ په برخه کې کار کوي په ځانګړې توګه په نښه کېږي. په افغانستان کې د پایېدونکې سولې د ډاډ لپاره د هغوی غږ تر هر بل وخت ډېر مهم دی.»

د بښنې نړیوال سازمان هم په یوې اعلامیې کې په هېواد کې د دغه ډول پېښو د درېدو غوښتنه کړې ده:«په ننګرهار کې د انعکاس ټلوېزیون د درې ښځينه خبریالو د قتل بښنه غندو. دا وحشناک بریدونه باید ژر تر ژره ودرول شي. افغان حکومت باید دا وژنې وڅېړي او د هغه عاملان محاکمه کړي.»

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم له حکومته غواړي چې، دغه پېښه په جدي توګه وڅېړي او د ورته پېښو مخنیوی دې وکړي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویاند ذبیح الله فرهنګ وايي:«اصلي مسوول حکومت دی چې د دغې پېښې د عاملانو د تشخیص او پایلې لپاره په جدي توګه اقدام وکړي.»

د سولې د ولسي خوځښت ویاند بسم الله وطن دوست هم زیاتوي:«د عامه خلکو وژنه او ځورونه او درد ورکونه دې ودرول شي.»

د حکومتي چارواکو سربېره، ځینو سیاسي مشرانو او د خواله رسنیو کارونکو د انعکاس ټلوېزیون د دغو درېیو ښځینه کارکوونکو وژنه غندلې ده.

له دې منځه مخکیني ولسمشر حامد کرزي په یوې اعلامیې کې ویلي چې، د هېواد دښمنان د ځوانانو د په نښه کولو سره هڅې کوي چې، افغانستان کمزوری کړي.

هېوادوال هم پر خبریالانو او د رسینو پر کارکوونکو نیوکه کوی او له حکومته غواړي چې په ننګرهار کې د وروستۍ پېښې عاملان دې ونیسي.

د کابل اوسېدونکی وهاب قاطع وايي:«حکومت دلته باید خپل رول ثابت کړي چې واقعاً حکومت دی.»

کابل کې زده کړیاله رعنا حیا هم څرګندوي:«دا تېر وخت نه دی چې دوی ښځې وځپي. او وکړای شي غږ یې چوپ کړي. ښځې اوس هغه خبرتیا او پوهې ته رسېدلي دي چې له خپلو حقونو دفاع وکړي.»

د دغو درېیو رسنیزو کارکوونکو په وژل کېدو سره په تېرو درېیو میاشتو کې د وژل شویو خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو شمېر لسو ته ورسېد

شریک یي کړئ