Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هېواد په رسنیو کې د ښځو حضور ۱۸ سلنه کم شوی

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې موندنې ښيي چې د هېواد په رسنیو کې د ښځو حضور په شپږ وروستیو میاشتو کې تر ۱۸ سلنې کموالی موندلی او دا کمښت د بېلابېلو لاملونو په ځانګړې توګه د ناامنیو له امله دی.

د دغې کمېټې موندنې ښيي چې د روان لمریز کال په شپږو لومړیو میاشتو کې په ټول هېواد کې، ۱۶۷۸ تنه مېرمنو د رسنیو په بېلابېلو برخو کې کار کاوه خو دغه شمېر اوس ۱۳۷۷ تنو ته رسېدلی دی چې ۱۸ سلنه کموالی ښيي.

د دغه بنسټ د موندنو پر بنسټ، څه باندې ۳۰۰ خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو، د امنیتي ګواښونو په ځانګړې توګه وروستیو هدفي وژنو، د کورونا ویروس د خپرېدو له امله د رسنیو د مالي ستونزو، او د کمو معاشونو له امله خپلې دندې پرېښي دي او یا هم له لاسه ورکړي دي.

د ۱۳۷۷ تنو مېرمنو له ډلې چې اوس په رسنیو کې په کار بوختې دي، ۳۲۱ تنه یې خبریالانې او پاتې نورې د رسنۍ په بېلابېلو برخو کې لکه د تولید او اداري برخو کې بوختې دي.

د دغې کمېټې د موندنو پربنسټ، په رسنیو کې ډېری ښځینه کارکوونکې لومړی په کابل، دویم په هرات او له هغې وروسته په بلخ ولایت کې په کار بوختې دي، لوګر یوازې هغه ولایت دی چې یوازې یوه مېرمن په دغه ولایت کې رسنیز فعالیت لري.

په ۹ ولایتونو کې چې غور، نیمروز، سرپل، لغمان، پروان، کاپیسا، ارزګان، وردګ او لوګر دي هېڅ ښځينه خبریاله فعالیت نه لري او په دغو ولایتونو کې مېرمنې د رسنیو په نورو برخو کې په کار بوختې دي.

همدارنګه د افغانستان په پنځو ولایتونو کې نورستان، کونړ، پکتیا، پکتیکا او زابل ولایتونو کې په رسنیو کې هېڅ مېرمن حضور نه لري.

د دغې سروې د موندنو پر بنسټ په شپږو وروستیو میاشتو کې، دوه ښځینه خبریالې چې له دې مخکې په زابل او پکتیا ولایتونو کې یې فعالیت درلود، اوس د امنیتي بنسټونو له امله خپلې دندې پرېښې دي.

دغه بنسټ وايي چې څلور خبریالانې او د رسنیو کارکوونکې په مستقیمو بریدونو کې په نښه شوي او وژل شوي دي او دغه کار په ټول افغانستان کې د خبریالۍ پر کار منفي اغېزه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ په ننګرهار ولایت کې د انعکاس ټلوېزیون درې ښځينه کارکوونکې د ناپېژانده کسانو په دوو جلا بریدونو کې وژل شوې دي.

بلخوا په ننګرهار کې د پرله پسي امنیتي ګواښونو له کبله د انعکاس سیمه ییز ټلویزیون ښځینه کارکوونکې د خپلو دندو پرېښودو ته اړې شوي دي.

د دغه ټلوېزیون مسوولین وايي چې تر هغو چې د امنیتي ادارو لخوا ورته د امنیت ډاډ نه وي ورکول شوی ښځینه کارکوونکي به يې دندو حاضري نه شي.

له دې سره پر یو وخت د انعکاس ټلویزیون د وژل شویو ښځینه کارکوونکو کورنۍ د عدالت غوښتنه کوي.

د افغانستان په پنځو ولایتونو کې نورستان، کونړ، پکتیا، پکتیکا او زابل ولایتونو کې په رسنیو کې هېڅ مېرمن حضور نه لري.

شریک یي کړئ