Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د یما سیاوش د وژنې د دوسیې د څېړلو لپاره غوښتنې

په کابل کې یوه انځورګر د دې لپاره چې د طلوع نیوز د سیاسي خپرونو د پخواني چلوونکي یما سیاوش کورنۍ عدالت ته ورسېږي د افغانستان بانک ته پر مخامخ دېوال یې د هغه انځور نقاشي کړ.

دغه انځورګر چې پرواز نومېږي وايي چې د یما سیاوش د وژنې د دوسیې په څېړنه کې د حکومت بې پروايي او د افغانستان بانک چوپتیا، د دې لامل شو چې د هغه انځور پر دغه دېوال نقاشي کړي.

د دغه انځورګر په وینا د دغه انځور په نقاشۍ سره غواړي چې حکومت د یما سیاوش او د هغه د همکارانو د ترور د عاملانو محاکمې ته اړ کړي او د هغه یاد د خلکو په ذهن کې تلپاتې کړي.
  
انځورګر پرواز وايي:«دولت ډېره بې پامي کوي دا چې د دغې پېښې عاملان باید ونیول شي او د قانون منګولو ته دې وسپاري.»

د افغانستان بانک په لومړي سر کې پر دغه دېوال د یما سیاوش د انځور د کاږلو مخه ونیوله، خو انځوګرانو تر هغو چې د دغه انځور کار پای ته ونه رساوه، له کاره لاس وانه خیست.

د افغانستان بانک د دغه کار د لامل په تړاو څه نه وایي.

پرواز زیاتوي:«ومې غوښتل چې د هنر له لارې د هغه یاد تل په زموږ په زړونو کې وي او ومې غوښتل چې د یما جان خدمت وکړم.»

د یماسیاوش کورنۍ تر هغې وروسته چې خپل کور ته نږدې د یما سیاوش د وژل کېدو د پېښې د څرنګوالي له څېړلو نهیلې شوه، د لاهې نړیوالې محکمې ته یې شکایت وکړ؛ خو تر اوسه څرګنده شوې نه ده چې د لړم د اولسمې چاودنه چې د افغانستان بانک درې کارکوونکي په کې ووژل شول د چا کار دی.

د کابل اوسېدونکی فرهاد شریفي وايي:«نن د افغانستان خلک قرباني دي، د مدني ټولنې فعلان دي، ژورنالستان دي، لیکوالان دي.»

د کابل اوسېدونکی محمد حنیف هم زیاتوي:«تراوسه هېڅوک نیول شوی نه دی او که چېرې نیول شوی هم دی ازادېږي.»

د یما سیاوش انځورونه د کابل په بېلابېلو برخو کې کاږل شوي دي او هېوادوال تمه لري چې حکومت د پلازمېنې د امنیت پر ټینګښت سربېره د خبریالانو او رسنیزو فعالانو په هدفي وژنو کې لاس لرونکي کسان پیدا او مجازات کړي.

د طلوع نیوز د خپرونو د پخواني چلوونکي یما سیاوش د روان کال په لړم میاشت کې په موټر کې د ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې له خپلو دوو همکارانو سره ووژل شو.

شریک یي کړئ