د ولسمشر لومړی مرستیال امراالله صالح نن (چهارشنبې د وري په ۱۸مه) د یما سیاوش د ترور او د بم اېښودو په تور د یوې ۱۱ کسیزې ډلې له نیول کېدو خبر ورکوي.
ښاغلي صالح په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي دي چې چې د طالبانو دغه ډله د کابل د پولیسو له خوا نیول شوې ده.
هغه دغه ډله د یما سیاوش د قتل په ګډوڼ د ډېرو چاودنو مسووله ګڼې او وايي له هغوی څخه ډېر شمېر مقناطیسي او د سړک غاړې ماینونه هم ترلاسه شوي دي.
د تېر کال د لړم په ۱۷مه نېټه د افغانستان بانک رسنیز سلاکار یما سیاوش، د دغه بانک د امریت اجرايي مرستیال احمدالله انس او موټر چلوونکي امین الله رضايي د کابل ښار د څلورم مکروریانو په سیمه کې د هغوی پر موټر د چاودنې په پایله کې ووژل شول.
د طالبانو په ګډون هېڅ ډلې د دغې چاودنې مسوولیت نه و منلی.
د ملګرو ملتون سازمان په رپوټ کې چې تېر کال په سلواغې میاشت کې خپور شوی و، راغلي دي چې د دغو بریدونو له امله ډېر شمېء مسلکي کسانو په ځان سانسورۍ لاس پورې کړی او یا هم خپلې دندې پرېیښې دي.