Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بسم الله ایماق پلار له حکومته عدالت غواړي

د غور غږ راډیو د خبریال او مسوول بسم الله ایماق عادل پلار د خپلو دوو زامنو او دوو لمسیانو له وژل کېدو وروسته د عدالت غوښتنې لپاره کابل ته راغلی دی.

دی وایي چې د زامنو له وژل کېدو وروسته یې د ګواښونو له امله د هغوی کونډې او یتیمان یې هم له ځانه سره کابل ښار ته راوستي دي.

بسم الله ایماق د جدي میاشتې په دولسمه د تېمور درې د کلي او فیروزکوه ښار تر مینځ د لارې په اوږدو کې د ناپيژاندو کسانو په برید کې ووژل شو.

د بسم الله ایماق له وژل کیدو میاشت وروسته د هغه ورور او دوه وریروڼه هم په ورته برید کې ووژل شول او د کورنۍ دوه نور غړې یې ژوبل شول. 

اوس د هغه پلار وايي چې لاهم د هغه د کورنۍ درې تنه غړي د هغوی په بند کې دي او هغه کسان چې د ده د بچیانو په وژلو کې لاس لري، په غور کې په ازاده توګه تګ راتګ کوي.

د بسم الله ایماق پلار ګل محمد وویل:«پر الله قسم چې ۴۰ صغیران، پنځه ځوانو ګونډو مسوولیت زما بوډا په غاړ دی... له ولسمشر نه زموږ غوښتنه دا ده چې زموږ غږ دې واوري.»

دی وایي سره له دې چې د زامنو ځينې قاتلان یې مشخص دي، خو چارواکي د هغوی د نیولو لپاره هېڅ کار نه کوي.

ګل محمد زیاته کړه:«زما د بچیانو وژنکي له هغې وروسته چې زما زامن یې راووژل په هایلکس کې له ۱۰ نامسووله وسله والو سره هغه هم له راګټ او پیکا سره په ښار کې ګرځي، زه ادعا لرم چې دوی ونیسئ دا قانون دی.»

بلخوا له رسنیو او خبریالانو څخه د ملاتړ بنسټونه وايي چې حکومت دې هغو کورنیو ته چې قرباني یې ورکړې ده پاملرنه وکړي.

د خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې د پروګرامونو مسوول صدیق الله توحیدي څرګندوي:«له حکومته زما تمه دا ده، له دغې کورنۍ سره غړي یې وژل او ټپيان شوي دي، پاملرنه وکړي او وژونکي ونیسي.»

له آزادو رسنیو د ملاتړ بنسټ اجراییه رییس مجیب الله خلوتګر وايي:«د ایماق مسله یوه عادي هغه نه ده، موږ د څلورو تنو د وژل کېدو شاهد یوو، ولسمشر باید یو جګپوړی پلاوی وګوماري او وڅېړل شي چې په راتلوونکي کې موږ د داسې پېښې شاهد ونه اوسو.»

د بسم الله ایماق له وژل کېدو وروسته د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست د غور د ولایتي شورا غړی عزت الله بیګ او عبدالرحمان عطشیان د هغه په قتل تورن کړل او ویې ویل چې بیګ د ملي امنیت له ځواکونو سره په نښته کې ووژل شو. خو د عطشیان کورنۍ دا ادعا بې بنسټه بللې ده.

د بسم الله عادل ایماق پلار له ولسمشر څخه غواړي چې د هغه د غږ واوري او د هغه د بچیانو وژونکي ونیسي.

شریک یي کړئ