Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په لوګر کې د یوه ځايي خبریال وژل کېدل

د لوګر ځايي خبریال حفیظ الله حق پرست نن د دغه ولایت په مرکز پل علم ښار کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته کې ووژل شو.

د حق پرست د کورنۍ غړي وايی چې هغه نن غرمه مهال په عرب خان کلنګار سیمه کې په بڼوالۍ بوخت و چې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته پیل او نوموړی په کې ووژل شو.

تراوسه روښانه نه ده چې ښاغلی حق پرست د دولتي ځواکونو په ډزو کې وژل شوی او که د طالبانو په هغو کې؛ خو د هغه کورنۍ ادعا کوي چې حق پرست د دولتي ځواکونو له خوا په نښه شوی دی.

د لوګر د والي ویاند دیدار لونګ د دغې پېښې د پيل څېرنې په هکله خبر ورکوي او زیاتوي چې د هغه د وژل کېدو په هلکه به جزیات شریک کړل شي.

حق پرست په ۱۳۸۷ کال کې د لوګر ولایت په محمد اغې ولسوالۍ کې له ملي پیغام راډی سره خپل رسنیز کار پیل کړ او تراوسه یې په بېلابېلو ځايي، ملي او نړیوالو رسنیو کې دنده ترسره کړې وه.

په لوګر کې د یوه ځايي خبریال وژل کېدل

دغه خبریال نن غرمه مهال په عرب خان کلنګار سیمه کې په بڼوالۍ بوخت و چې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته پیل او نوموړی په کې ووژل شو.

شریک یي کړئ