Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د یما سیاوش د قتل قضیه نړۍوالې محکمې ته ورسېده

د یما پلار اوس د لاهې نړۍوالې محکمې نه غواړي، چې د زوی د قتل پېښه یې جدي وڅېړي.

د طلوع‌نیوز د سیاسي خپرونو د پخواني چلوونکي او د افغانستان بانک د مطبوعاتي سلاکار یما سیاوس کورنۍ نن (پنج‌شنبه د چنګاښ په ۲۴ مه) ویلي، چې د زوی یې د قتل قضیه یې د لاهې نړۍوالې محکمې ته وسپارله.

د یما پلار داوود سیاوش وایي، اوس له لاهې محکمې او د وینا ازادۍ او بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړو راپور ورکوونکو نه غواړي، چې د زوی د قتل پېښه یې جدي وڅېړي.

یما سیاوش د تېر۱۳۹۹کال د عقرب په میاشت کې د کابل څلورمو مکروریانو کې چاودنه کې ووژل شو.

د یما پلار وايي، د افغانستان حکومت د ده د زوی د قتل قضیه نه‌ده څېړلې، نو ځکه یې دا قضیه نړۍوالې محکمې ته ولېږله چې څرنګوالی یې  وڅېړل شي.

د یما سیاوش پلار داوود سیاوش ویلي:«اوس د شهید یما سیاوش د قتل قضیه د لاهې محکمې او د وینا ازادۍ لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ته ورسېده، چې د یما سیاوش د کورنۍ سره عدالت ته ورسېږي. د یما د قتل عامل پیدا کړي او سزا ورکړي.»

د یما سیاوش د کورنۍ وکیله هایدي دایګستال وایي:«په شکایت‌پاڼه کې راغلي چې د یما سیاوش وژل، افغانستان کې پر رسنیزو کارکوونکو د پراخ او منظمو بریدونو برخه ده چې د دې هېواد جګړه کې پېښ شوي. دا د یو ملکي کس وژل، تعقیبول او پرې برید دی، چې کېدلی شي د انسانیت پر وړاندې جنایت او جنګي جرم وګڼل شي.»

په دې هکله د افغانستان ازادو رسنیو نه د ملاتړ ادارې مشر مجیب خلوتګرویلي:«د خبریالانو د ټولنې غوښتنه داده چې دا قضیه تعقیب شي، د افغانستان پر حکومت سخت تورونه شته. د افغانستان حکومت باید د لاهې محکمې ته اسناد ولېږي، چې معلومه شي د یما سیاوش قتل کې د چا لاس دی.؟. »

د تېر ۱۳۹۹ کال د لړم میاشتې پر ۱۷ مه، یما سیاوش، د افغانستان بانک د دفتر د امریت اجرايي مرستیال احمدالله انس او د دوی د موټر چلوونکی امین‌الله رضایي، کابل کې، د افغانستان بانک پر موټر چاودنه کې ووژل شول.

شریک یي کړئ