Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په تورخم کې د سرحدي ځواکونو له خوا د طلوع نیوز د خبریال وهل ټکول

په ختیځ زون کې د طلوع نیوز ازاد خبریال صداقت غورځنګ چې له طلوع نیوز سره همکاري لري، په تورخم کې د روان وضعیت په اړه د راپور جوړونې په موخه هلته تللی وو؛ د یکشنبې په سهار د تورخم د سرحدي ځواکونو له لوري وهل ټکول شوی دی.

نوموړی وايي چې له وهل ټکولو وروسته کمره او د خبریالۍ نور وسایل یې سیند ته اچولي او ګرځنډه ټلېفون یې هم مات کړی دی.

غورځنګ وايي:«د تورخم له کمیسیارۍ سره له مرکې وروسته، د دغه کمیسیارۍ له یوه ساتونکي سره د رپوټ د چمتو کولو لپاره د تورخم دروازې ته څېرمه ولاړو. هلته له څه پرته د تورخم دروازې د ساتونکو له خوا ووهل شوم او همدارنګه وې ګواښلم، کمره او د خبریالۍ نور وسایل یې راته په سیند کې واچول او زه یې د څو دقیقو لپاره په کمیسیارۍ کې وساتلم او موبایل مې را ته مات کړ. تراوسه د کمرې په هکله مې کوم معلومات نشته.»

د طلوع نیوز مسوولین له اړوندو بنسټونو غواړي چې، دغه پېښه په جدي توګه وڅېړي.

د طلوع نیوز رییس خپلواک صافی څرګندوي:«موږ د اوسني وضعیت په اړه اندېښمن یوو او له مسوولو بنسټونو غواړو چې دغه پېښه وڅېړي او د هغه پایله له ټولو سره شریکه کړي. که چېرې دغه پېښه ونه څېړل شي او بې پروايي وشي، زموږ لپاره به کار کول ستونزمن وي.»

له دې سره سم، په ختیځ زون کې ځینې خبریالان د دغې پېښې په غبرګون کې خبرداری ورکوي که چېرې وضعیت همداسې دوام وکړي؛ نو په یاد زون کې به خبریالي کول ورته ډېر ستونزمن شي.

خبریال شاه محمود وویل:«د دغې پېښې له اورېدو سره مې ټکان وخوړ او له ځان سره مې وویل که چېرې وضعیت په همدې ډول دوام وکړي، زموږ لپاره به خبریالي ستونزمنه وي.»

بل خبریال عابد شریفي هم وايي:«موږ پر دغې پېښې خواشیني شوو او موږ له طالبانو غواړو چې د دغې پېښې عاملان د قانون منګولو ته وسپاري چې د نورو لپاره عبرت وي.»

له بل لوري د افغانستان د خبریالانو د قضایاو د څېړنې کمېټه د دغې پېښې له غندلو سربېره خبرداری ورکوي که چېرې د دغه ډول خپل سریو مخه ونه نیول شي؛ نو ورسره به په هېواد کې د ډېریو رسنیو کارونه لاپسې محدود شي.

د افغانستان د خبریالانو د پېښو د څېړنې کمېټې غړی حجت الله مجددي وايي:«د افغانستان د خبریالانو د پېښو د څېړنې کمېټه به دغه موضوع په جدي توګه وڅېړي.»

لا تر اوسه هېڅ حکومتي بنسټ د دغې پېښې په تړاو څه غبرګون نه دی ښودلی.

تر دې مخکې هم په پلازمېنه او ځینو نورو ولایتونو کې ورته پېښې شوي دي. سره له دې چې، حکومتي مسوولینو په وار وار له رسنیو خپل ملاتړ څرګند کړی؛ خو بیا هم لیدل کېږي چې، له خبریالانو سره تاوتریخجن چلن کېږي.

صداقت غورځنګ چې په تورخم کې د وضعیت د څېړلو په هکله د رپوټ چمتووالي لپاره هلته تللی وو، د تورخم د سرحدي ځواکونو له خوا وهل ټکول شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه