Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د خبریالانو خوندیتوب کمېټه:د افغان خبریالانو لپاره وضعیت خراب شوی

د خبریالانو د خوندیتوب نړۍوالې کمېټې په خپل یوه نوي رپوټ کې ویلي دي چې د افغانستان وضعیت د خبریالانو لپاره په شدت سره خراب شوی دی او په روان کال کې په سلګونو خبریالانو هېواد پرېښي دی.

د دغې کمېټې د موندنې پر بنسټ، د طالب مشرانو د ژمنو پر خلاف، د اسلامي امارت له واکمنېدو څو ورځې وورسته په افغانستان کې ځينې خبریالان او د رسنیو کارکونکي وهل ټکول او نیول شوي دي.
  
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې همداراز زیاته کړې چې، لا هم په افغانستان کې په تېرو لسو کلونو کې د ۱۷ وژل شویو خبریالانو دوسیې نه دي څېړل شوي.
د دغه بنسټ د شمېرو پر بنسټ، له لسو کلونو راهیسې په ټوله نړۍ کې ۲۷۸ خبریالان وژل شوي دي.

د رسنیو د ټولنې مسوول مسرور لطفي څرګندوي:«په افغانستان کې له وروستیو تحولاتو وروسته، د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی د هرې ورځې په تېرېدو سره زیاتېږي. دغې موضوع د افغانستان د خبریالانو ټولنه اندېښمنه کړې ده.»

خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال د دغه بنسټ موندنې بې بنسټه ګڼي او وايي چې د خبریالانو لپاره د خوندي چاپېریال د رامنځته کولو لپاره هڅې رواندې دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي څرګنده کړه:«په ځينو موردونو کې ځينې استثنايي پېښې رامنځته شوې دي، موږ هغه تعقیب کړې دي او تعقیب و یې.»

سره له دې چې، له خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په جدول کې افغانستان د تېرو کلونو په څېر په پنځم ځای کې دی؛ خو دغه بنسټ زیاتوي، هغه څه چې، اسلامي امارت د خبريالانو د خوندینې په اړه ژمنه کړې وه عملي شوې نه ده او ځينې خبریالان وهل شوي او آن نیول شوي هم دي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي چې سږکال په سلګونو خبریالانو افغانستان پرېښي او بهر ته تللي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه