Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د یما سیاوش د ترور تلین؛ د هغه کورنۍ د نوموړي د دوسیې څېړل غواړي

 د طلوع نیوز د سیاسي خپرونو د پخواني چلوونکي او د افغانستان بانک د رسنیز سلاکار یما سیاووش له وژل کېدو یو کال تېرېږي، خو لا هم د هغه د ترور عاملان په ګوته شوي نه دي او سازه نه ده ورکړل شوې.

د یما سیاووس کورنۍ د پخواني حکومت ځیني چارواکي د خپل زوی د ترور عاملان ګڼي او وايي چې دغه دوسیه یې د څېړلو لپاره د لاهې نړۍوالې محکمې ته سپارلې ده. 
   
د سیاوش پلار داود سیاوش وايي:«د افغانستان دولت ونه غوښتل چې د کریمېنال تخنیک اسنادو له لارې وژونکی وپېژنوو، موږ نه پوهېږو چې اوس څوک دي.»

که څه هم پخواني حکومت ویلي و چې د یما سیاوش د ترور په ګډون یې د هدفي وژنو په تور یوه یوولس کسیزه ډله نیولې ده، خو د پخواني حکومت تر پای ته رسېدو پورې د هغه د وژنې په تړاو څېړنې ګونګې پاتې شوې. یو شمېر خبریالان د یما سیاووش د لومړني تلین په مراسم کې له نړۍوالې ټولنې او اوسني حکومت نه غواړي چې د نوموړي دوسیه په جدي توګه وڅېړي.
           
د اقبال ټلوېزیون رییس اقبال عاظم څرګنده کړه:«رسنۍ دې په دې موضوع پاملرنه کړي چې دغه پېښه وڅېړل شي.»
    
د افغانستان د آزادو ژورنالېستانو د ټولنې رییس حجت الله مجدیدي هم وویل:«له اوسنیو چارواکو دا غوښتنه لرو د ټولو دا ډول پېښو ترڅنګ، د یما سیاوش د پېښې په څېړنه کې له موږ سره مرسته وکړي.»

د طلوع نیوز د سیاسي خپرونو چلوونکي یما سیاوش چې د دولتي چارواکو پر کړنو د نیوکو، تېزې ژبې د کارولو او په ځانګړې بڼه د خبرونو د وړاندې کولو له امله د افغانستان په نوي کهول کې ډېر مینه وال درلودل، د تېر کال د لړم میاشتې په شپاړسمه د مقناطیسي ماین په یوې چاودنه کې چې د سپرلۍ پر موټر یې وشوه، له خپلو دوو همکارانو سره یوځای ووژل شو.  
 
په داسې حال کې چې د یما سیاوش له مرموزې وژنې یو کال تېرېږي، خو د هغه کورنۍ لا هم د هغه د وژنې د اصلي عاملینو په لټه کې دي او خپله عدالت غوښتنه یې پای ته نه ده رسولې.

تصویر بندانگشتی

 د طلوع نیوز د سیاسي خپرونو د پخواني چلوونکي او د افغانستان بانک د رسنیز سلاکار یما سیاووش له وژل کېدو یو کال تېرېږي، خو لا هم د هغه د ترور عاملان په ګوته شوي نه دي او سازه نه ده ورکړل شوې.

د یما سیاووس کورنۍ د پخواني حکومت ځیني چارواکي د خپل زوی د ترور عاملان ګڼي او وايي چې دغه دوسیه یې د څېړلو لپاره د لاهې نړۍوالې محکمې ته سپارلې ده. 
   
د سیاوش پلار داود سیاوش وايي:«د افغانستان دولت ونه غوښتل چې د کریمېنال تخنیک اسنادو له لارې وژونکی وپېژنوو، موږ نه پوهېږو چې اوس څوک دي.»

که څه هم پخواني حکومت ویلي و چې د یما سیاوش د ترور په ګډون یې د هدفي وژنو په تور یوه یوولس کسیزه ډله نیولې ده، خو د پخواني حکومت تر پای ته رسېدو پورې د هغه د وژنې په تړاو څېړنې ګونګې پاتې شوې. یو شمېر خبریالان د یما سیاووش د لومړني تلین په مراسم کې له نړۍوالې ټولنې او اوسني حکومت نه غواړي چې د نوموړي دوسیه په جدي توګه وڅېړي.
           
د اقبال ټلوېزیون رییس اقبال عاظم څرګنده کړه:«رسنۍ دې په دې موضوع پاملرنه کړي چې دغه پېښه وڅېړل شي.»
    
د افغانستان د آزادو ژورنالېستانو د ټولنې رییس حجت الله مجدیدي هم وویل:«له اوسنیو چارواکو دا غوښتنه لرو د ټولو دا ډول پېښو ترڅنګ، د یما سیاوش د پېښې په څېړنه کې له موږ سره مرسته وکړي.»

د طلوع نیوز د سیاسي خپرونو چلوونکي یما سیاوش چې د دولتي چارواکو پر کړنو د نیوکو، تېزې ژبې د کارولو او په ځانګړې بڼه د خبرونو د وړاندې کولو له امله د افغانستان په نوي کهول کې ډېر مینه وال درلودل، د تېر کال د لړم میاشتې په شپاړسمه د مقناطیسي ماین په یوې چاودنه کې چې د سپرلۍ پر موټر یې وشوه، له خپلو دوو همکارانو سره یوځای ووژل شو.  
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه