Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تېرو ۱۰۰ ورځو کې د رسنیو وضعیت؛ ۲۵۷ رسنۍ تړل شوې دي

د اسلامي امارت له واکمنېدو سل ورځې تېرېږي او دغه سیاسي بدلون د نورو ټولو مسایلو سربېره، راسنۍ یې هم ځپلې دي.

په دغو سلو ورځو کې اسلامي امارت د رسنیو د فعالیتونو په تړاو دوه کړنلارې خپرې کړې چې د رسنیو د خپرونو پر بڼې یې د محدودیتونو په تړاو اندېښنې هم راوپارولې. خو د دغو ننګونو او اندېښنو ترڅنګ، حکومتي چارواکو د بیان ازادۍ او د رسنیو له ملاتړه ډاد ورکړ.

خبریاله نظیفه وايي:«د خبریالانو په پار یې ویلي دي چې موږ کار کوو، خو کومه مثبته پایله یې نه ده لرې.»

د جمهور د خبري آژانس خبریال عبد الرقیب فیاض څرګندوي:«په دې وروستیو کې اطلاعاتو ته لاسرسی محدود شوی، د خبریالانو کار یې ډېر ستونزمن کړی. په دې لړ کې د رسنیو د محدودولو په هکله د امر بالمعروف نوې اعلامیې اندېښنې زیاتې کړې دي.»

په افغانستان کې د نظام تر بدلون وروسته د رسنیو په برخه کې هم بدلونونه راغلي دي. د نی یا د رسنیو د ملاتړي بنسټ د شمېرو له مخې ۲۵۷ چاپي او غږېزې رسنۍ تړل شوې دي او ۷۰ سلنه رسنیز کارکوونکي یا وزګار او یا هم له هېواد نه وتلي دي.

د رپوټونو پر بنسټ په دې موده کې شپږ تنه خبریالان د چاودنې، د ناپېژاده وسله والو، ځان وژنې، او ترافیکي پېښو په ګډون په بېلابېلو پېښو وژل شوي دي.

 د نور ټلوېزیون خبریال جان آقا حکیمي په دې هکله وايي:«د رسنیو د کارکوونکو او د رسنیزو مرکزونو ناوړه حالت له مالي کړکېچه کړېږي، همدارنګه پراخ دی.»

د رسنیو ملاتړي بنسټونه پر رسنیو د محدودیتونو پر لګېدو اندېښمن دي.

د افغانستان د ژورنالېستانو د ټولنې رییس حجت الله مجدیدي وايي:«وروستیو اتو میاشتو رسنیو ته یو لړ اندېښنې رامنځته کړې دي. هیله لرو چې له رسنیو سره دغه تفاهم حل شي.»

د افغانستان د ژورنالېستانو د ملي ټولنې رسنیز مسوول مسرور لطفي هم څرګندوي:«موږ هیله کوو چې د خواله رسنیو قانون، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون چې رخصت کړل شوي، له هغه حالته راویستل شي او د رسنیو له ملاتړو بنسټونو او د رسنیو له ټولنې سره تعدیل شي او د ننیو شرایطو سره برابر تصویب شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د نوي حکومت چارواکو په ځلونو د بیان د آزادۍ او د آزادو رسنیو د فعالیتونو ډاډ ورکړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه