د بښنې نړیوال سازمان او د بیان د ازادۍ کور د اسلامي امارت له لوري د اریانا نیوز د دوو نیول شویو خبریالانو د ژر تر ژره خوشې کیدو غوښتنه کړې ده.
د بیان ازادۍ خونې په یوه بیان کې ویلي چې د اریانا نیوز دوه خبریالان اسلم حجاب او وارث حسرت پرون د اسلامي امارت د ځواکونو له خوا نیول شوي دي.
د ازادۍ خونې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغو دوو خبریالانو د نیول کېدو لامل نه دی څرګند او د هغوی برخلیک هم معلوم نه دی.
د بیان د ازادۍ کور په اسلامي امارت غږ کړی چې دغه دوه خبریالان ژر تر ژره خوشې کړي. په بیان کې راغلي، "د بیان د ازادۍ کور پر طالبانو غږ کوي چې ژر تر ژره دغه دوه خبریالان خوشې کړي او د بیان ازادي دې له منځه نه وړي."
بل خوا د بخښنې نړیوال سازمان هم په یو لړ ټویټونو کې د اریانا نیوز د دوو خبریالانو د بې قید او شرطه خوشې کیدو غوښتنه کړې ده. د بخښنې نړیوال سازمان ویلي، «طالبان باید ژر تر ژره او پرته له شرطه دغه خبریالان خوشې کړي.
د بښنې نړیوال سازمان دا ډول کړنې د بیان ازادۍ ته ګواښ بولي.
اسلامي امارت تر اوسه د آریانا نیوز د دوو خبریالانو د نیول کیدو په اړه څه نه دي ویلي.
خو اسلامي امارت که څه هم د دغو دوو خبریالانو د نیولو نه پخلی کوي او نه یې ردوي؛ خو وايي چې په دې هکله پلټنې پيل شوې دي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي څرګندوي:«موږ په جریان کې یوو، خو زموږ پلټنې پيل شوې دي چې ایا دغه دوه خبریالان نیول شوي یا نه، ځکه تراوسه په سمه توګه معلومه نه ده.»