Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په کندهار کې د دوو سیمه‌ییزو راډېوګانو دروازې تړل شوي

په کندهار کې د «ملت ږغ» او «څانګې» په نوم د دوو سیمه‌ییزو راډېوګانو فعالیتونه درول شوي. د دې راډېوګانو مسوولان وايي، د اسلامي امارت ځواکونه نن سهار د دې راډېوګانو ودانیو ته دننه شوي او د دواړو راډیوګانو دروازې یې تړلې دي.

د ملت ږغ راډېو یو کارکوونکی محب‌الله عبیدي په دې اړه وايي: «د استخباراتو ریاست کارمندان راغلي وو او د راډېو نشرات یې قطع کړي وو.»

د دې راډیو یو بل کارکوونکی محمد نسیم امید زیاتوي: «یو ګړۍ مخکې چې دفتر ته راغلم، د دفتر دروازه مو بنده وه، لاک او مهر شوې وه، له بل همکار څخه مې پوښتنه وکړه چې څه کیسه ده، هغه راته وویل چې زموږ په دفتر باندې یې چاپه وهلې او استخباراتو زموږ درې همکاران بېولي دي.»

د ملت ږغ راډېو مسوولان هم ادعا کوي چې درې کارکوونکي یې د اسلامي امارت ځواکونو له لوري نیول شوې دي.

د ملت ږغ راډېو مسوول بسم‌الله وطن‌دوست وايي: «د کندهار د استخباراتو کسان راغلي دي، زموږ ملت ژغ راډېو یې بنده کړې ده او زما درې کارکوونکي یې له ځان سره بېولي دي.»

ورته مهال په کندهار ولایت کې د څانګې په نوم د یوې بلې سیمه‌ییزې راډېو فعالیتونه هم د اسلامي امارت ځواکونو له لورې درول شوي.

بل‌پلو د کندهار پرېس کلب رییس جاوېد احمد تنویر وايي، نن د څلورو راډېوګانو شپږ کارکوونکي د اسلامي امارت له لوري نیول شوې دي.

ښاغلی تنویر زیاتوي: «په څلورو راډېوګانو باندې یې چاپې وهلې دي او د دې راډېوګانو شاوخوا شپږ کارکوونکي یې له ځانو سره وړي دي. د نورو راډېوګانو کارکوونکو ته یې خبر ورکړی او وخت یې ورته ټاکلی چې د استخباراتو ادارې ته تشریف راوړي، تر څو پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وشي.»

همداراز د تبسم راډېو مسوول صدیف افغان وايي: «زموږ د تبسم راډېو خبریال یې هم بېولی دی؛ نو زموږ غوښتنه دا ده چې ژر تر ژره دا خبریال راخوشې شي. د دې تر څنګ د محلي رسنیو نور بندي خبریالانو د راخوشې کېدو غوښتنه هم کوو.»

«زما راډېو» په نوم د یوې بلې راډیو مسوول ستار مهتابي وايي: «نن موږ هم په همدې خاطر خپرونې بندې کړې وې، تر څو یو اساسي پلان ورته جوړ کړو او له دوی سره هم یوې موافقې ته ورسېږو. دوی زموږ دفتر ته راغلي وو او ټولې چارې یې څارلې وې او زموږ یو اجراییه مسوول یې له ځان سره بېولی.»

په کندهار ولایت کې د خبریالانو مدافع بنسټونه هم وايي، د اسلامي امارت ځواکونو د ملت ږغ درې او د ځانګې، زما او تبسم راډېوګانو یو-یو کارکوونکی له ځان سره وړي دي.

په لوېدیځه حوزه کې د افغانستان د ازادو خبریالانو مسوول محمدیار مجروح وايي: «له اسلامي امارت څخه مو غوښتنه دا ده چې له خبریالانو سره نرم چلن وکړي او د خبرو اترو له لارې له هغوی سره دې ته ورسېږي چې څه ډول خپرونې او نشرات وکړي.»

امنیتي مسوولانو تر دې دمه په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي، خو په همدې حال کې د کندهار امنیتي ځواکونو د روانې اوونۍ د یک‌شنبې په ورځ د سیمه‌‌ییزو رسنیو له مسوولانو سره په لېدنه کې له هغوی غوښتنه کړې وه چې په خپلو رسنیو کې د موسیقۍ له غږولو ډډه وکړي.

بل‌پلو په کندهار کې د خبریالانو مدافع بنسټونه هم وايي، د څلورو راډېوګانو شپږ کارکوونکي د اسلامي امارت ځواکونو له لوري نیول شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه