Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خبریالان د رسنیز فعالیت لپاره د روښانه کړنلارې غوښتونکي دي

په کندهار کې له بنده خوشي شوي خبریالان له اسلامي امارته غواړي چې د خبریالانو لپاره یوه روښانه تګلاره په پام کې ونیسي.

دوی د خبریالانو پر نیولو نیوکه کوي او دا کار د خبریالانو په وړاندې بې عدالتي ګڼي.

خبریال قدرت الله رضوان په دې هکله وايي:«که چېرې دا ډول وضعیت دوام ولري، ډېری خبریالان به اړ شي چې هېواد پرېږدي.»
 
آغا شېر چې د څانګې د سیمه ییزې راډیو مسوول او د سلام وطندار راډیو خبریال دی، یو له هغو شپږو کسانو دی، چې د دوشنبه په ورځ د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري نیول شوی و.

ښاغلی آغاشېر زیاتوي:«زما سترګې یې راوتړلې او په یې تورې جنډې یې زما سر پټ کړ؛ هغه وخت زه ډېر مایوسه شوم او فکر مې وکړ چې په دغه هېواد کې مې نه د یوه افغان وګړي په توګه او نه هم د یوه خبریال په توګه کار کړی دی.»

د کندهار خبریالان له اسلامي امارته غواړي، چې له خبریالانو سره ښه چلن وکړي.
 
د تبسم راډیو مسوول صدیق الله افغان څرګندوي:«زموږ هیله دا ده چې ټول کارونه باید د تفاهم له لارې وشي؛ باید یوه ګډه نشراتي پالیسي جوړه شي؛ او د یوه بام او دوو هواوو خبره باید له منځه ولاړه شي چې په کابل کې د موسیقۍ د خپرېدو اجازه دې وي او په کندهار کې دې نه وي.»
 
خبریال تاج محمد ساحل هم وویل:«خبریالان له یوې ټلېفوني اړیکې سره طالبانو ته ورځي؛ اړتیا نشته چې هغوی له بد چلن او یا داسې ونیسي چې زموږ کورنۍ او کسان په اندېښنه کې وي.»  

د کندهار د اوو نیول شویو خبریالانو له ډلې شپږ تنه خوشي شوي دي او د ملت غږ راډیو مسوول لاهم په بند کې دی.
 
د افغانستان د آزادو ژورنالېساتوو د ټولنې رییس حجت الله مجددي وايي:«زموږ هیله دا ده که چېرې کومه ستونزه رامنځته کېږي باید د اطلاعاتو او کلتور وزارت او خبرو له لارې حل شي.»

دا په داسې حال کې ده،چې تر دې وړاندې د خبریالانو نیول کېدو په کور دننه او بهر غبرګونونه هم راپارولي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه