Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د یک ټلوېزیون د سیاسي خپرونو چلوونکي نیول او وهل ټکول

د یک د ټلویزیون د سیاسي خپرونو چلوونکی محب الله جلیلي ادعا کوي چې څو ساعته د اسلامي امارت د ځواکونو لخوا نیول شوی او وهل ټکول شوی دی.

ښاغلی جلیلي ادعا کوي، چې د جمعې په شپه د کابل ښار د پنځلسمې حوزې په اړوند سیمه کې د امنیتي ځواکونو له لوري په ناڅرګند علت څو ساعته توقیف شوی او ډبول شوی دی.

    د ټلویزیون ویاند محب جلیلي وویل:«کله چې ما ټینګار وکړ او د خپلو نیولو د علت پوښته مې وکړه ماته یې وویل زه پوهېږم چې ته خبریال یې او ستاسو له لاسه دي چې دغه هېواد خراب شو او هغوی ویل چې ووایه کوم هېواد ته کار کوئ؟»

     د محب جلیلي له خپلوانو شفق څرګندوي:«له خبریالانو سره ډېر ظالمانه کار دی، تره مې نه پوځي و او نه یې له چا سره شخصي دښمني لرله.»  

یک ټلوېزیون هم دغه پېښه تاییدوي او د رسنیو ملاتړي بنسټونه د دغه راز وضعیت پر دوام اندېښنه څرګندوي.

د یک ټلویزیون مسوول مدیر ادریس  فاروقي وویل:«په کلکه اندېښمن یوو او موضوع مو د اسلامي امارت له چارواکو سره شریکه کړې ده او په تمه یوو چې د دغې موضوع په هکله ژر تر ژره روښانه ځواب ترلاسه کړو.»

د ژورنالیسټانو د ټولنې رسنیز مسوول مسرور لطفي هم څرګندوي:«له اسلامي امارته غواړو چې رسنیزو سرغړونو کمېسیون دې فعال کړي هر رسنیز خبریال یا خبریال چې د رسنیو له کاره سرغړونه کوي له یوه مشخص حقوقي ادرسه چې له رسنیو د سرغړونې کمېسیون دی رسېدنه وشي.»

بل خوا د کابل امنیه قومانداني په دې تړاو د څېړنو د دوام خبره کوي.

   د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وویل:«یو شمېر مسلح کسانو له خوا وهلی شو د پنځلسمې حوزې په مربوطاتو کې، دغه حوزه په جریان کې شوې نه ده، نن مو یو پلاوی وټاکو غوښتل مو چې له جلالي صاحب سره له نږدې ووینوو. تر دې تمه جلالي صاحب موږ ته مثبت ځواب نه دی راکړی.»

د رسنیو د ملاتړو  بنسټونو د شمېرو له مخې، په وروستیو اوو میاشتو کې په هېواد کې د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو د تاوتریخوالي او نیونې ۱۴۰ پېښې ثبت شوې دي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه