د بېپولې خبریالانو ټولنې په افغانستان کې د خبریالانو د وضعیت په تړاو د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، نږدې ۶۰ سلنه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.
دې ټولنې په یو راپور کې لیکلي، واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره ۳۹ سلنه رسنۍ تړل شوي او ۵۹ سلنه خبریالانو په ځانګړې توګه ښځینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.
پهدې راپور کې راغلي، د تېر زېږدیز کال د اګست له ۱۵ راهیسي د ۵۴۷ رسنیو له منځه، د ۲۱۹ رسنیو خپل فعالیتونه په ټپه ولاړ دي.
پهدې راپور کې زیاته شوې: «رسنۍ او خبریالان تر ناعادلانه مقرراتو لاندې راځي چې ورسره د رسنیو ازادۍ محدودېږي او ورسره ځپنې او ځورونې ته لاره پرانېستل کېږي. چارواکي باید دې ته ژمن شي چې د رسنیو د کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي او ځورونو بهیر ته د پای ټکی کېږدي او هغو ته اجازه ورکړي چې له کوم مزاحمت پرته خپل کارونه سرته ورسوي.»
په هېواد کې له سلګونه خبریالانو یو یې سمیع اله دی چې لا هم په کابل کې پر خپل کار بوخت دی، خو په افغانستان کې د رسنیو څرګند برخلیک ته اندېښمن دی.
خبریال سمیعالله هلال وايي: «نهه کاله د رسنیو له کورنۍ سره پاتې شوی یم او ټول ځان مو د رسنیو له کورنۍ سره تړلی دی؛ نو پهدې ټول ښه پوهېږي چې د بلې دندې او بل کسب لپاره مو وخت نهدی پیدا کړی.»
خبریاله مینه حبیب وايي: «ګڼ شمېر خبریالانو خپل دندې له لاسه ورکړې دي او سلګونه خبریالانو هېواد پرېښی دی او هغه کسان چې دلته پاتې دي او کار کوي، له کاري او مالوماتي محدودیتونو سره مخامخ دي.»
د افغانستان د ژورنالیستانو د ټولنې رییس حجت الله مجددي وايي: «اسلامي امارت باید له رسنیو او خبریالانو سره د رسنیزو سرغړونو د مخنیوي او اطلاعاتو ته د لاسرسي د کمیسیون په جوړولو کې همکاري وکړي.»
دا په داسې حال کې ده چې د جمهوریت په سقوط سره زرګونه خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو نورو هېوادونو ته پناه یوړه او ځينې لا هم په ګاونډیو هېوادونو کې بې برخلیکۍ کې شپې او ورځې تېروي.
په دې اړه مو اندونه