Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د جمهوریت له پرځېدو وروسته افغانستان کې د رسنیو وضعیت

د جمهوریت له سقوط سره په هېواد کې رسنۍ هم د پراخو بدلونونو شاهدې وې.

که څه هم هېواد ته د طالبانو له راتګ وروسته د اسلامي امارت وياندويانو اعلان وکړ چې د رسنيو ازادۍ ته ژمن دي، خو په تېر کال کې پر رسنيو محدوديتونه لګول شوي دي.

د رسنیو بندېدل، د رسنیو د کارکوونکو بې روزګاري او له افغانستانه د خبریالانو وتل د دې کال مهمې پېښې بلل کېږي.

د ۱۴۰۰ کال د زمري پر ۲۴مه د یکشنبې په ورځ د کابل له سقوط کېدو وروسته رسینو په ډېرو سختو شرایطو کې خپلو چارو ته دوام ورکړ، تر هغې چې، د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په کابل کې په خپله لومړنۍ خبری غونډه کې د رسنیو د فعالیتونو د څرنګوالي په اړه وضاحت ورکړ.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل:«له رسنیو سره تعامل به د اصولو په چوکاټ کې او د رسنیو د اصولو پر بنسټ وي. موږ غواړو چې ټولې خصوصي رسنۍ ازادې او خپلواکې وي.»

خو واک ته د طالبانو له بیا رسېدو څو ورځې وروسته رسنیو داسې یو مکتوب ترلاسه کړ چې، په هغه طالبانو غوښتي و چې، تر دې وروسته ورته اسلامي امارت وویل شي.
له دې سره سم، د روان کال د غوايي میاشتې په وروستیو کې د رسنیو پر ښځینه ویاندویانو د ماسک اچولو جبري کېدو ګڼ غبرګونونه راوپارول.

د خپرونو چلوونکې تهمینه عثماني څرګنده کړه:«له ماسک سره د خپرونې چلول، همدا ډول چې څرګنده ده، له لومړنۍ ورځې چې دغه قانون وضع شو، ومو ویل چې له ستونزو سره مخامخ یوو.»

اقتصادي وضعیت او محدودیتونه دوه هغه لاملونه وو چې، ورسره د سلګونه رسنیو خپرونې ودرول شوې.

د بې پولو خبریالانو د معلوماتو له مخې، له یوه کال راهیسې د ۵۴۷ رسنیو له منځه تر اوسه ۲۱۹ رسنیو خپل فعالیتونه درولي دي.

د افغانستان د ازادو ژورنالېستانو د ټولنې رییس حجت الله مجددي وايي:«د دغه شمېر رسنیو له تړل کېدو سره د رسنیو ۱۲ زره کارکوونکو له ډلې، ۷۰۰۰ چې ۲۱۰۰ مېرمنې دي، خپل کارونه له لاسه ورکړل. »

خو په دې موده کې سلګونه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د بیلابیلو لاملونو له مخې له هېواده ووتل. په دې لړ کې سلګونه نور خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په ګاونډیو هېوادونو کې په دې تمه شپې او ورځې تېروي چې، ګوندې په یوه بل هېواد یې د پناه غوښتنې دوسیه ومنل شي.

دغو خبریالانو د پناه غوښتنې د دوسیو د نه څېړل کېدو له امله لا تر اوسه څو ځلي اعتراضونه هم شوي دي.

خبریال طاهر سدید وویل:«له بهرنیو هېوادونو، له اروپايي هېوادونو، او همدارنګه د خبریالانو له ملاتړ هېوادونو زموږ غوښتنه دا وه چې په پاکستان کې د خبریالانو دوسیو ته رسېدنه وکړي.»

خبریال رفیع الله نیکزاد چې، تر ډېر روحي فشار لاندې له څو میاشتو راهیسې په اسلام اباد کې شپې او ورځې تېروي وايي، څو کاله یې په افغانستان له بیلابیلو رسنیو سره کار وکړ؛ خو د جمهوري نظام له رانسکورېدو سره سم، له افغانستانه وتلی دی.

هغه وايي:«په سلګونه خبریالان چې په ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه په پاکستان کې دي له بې برخلیکۍ سره مخ دي.»

د خپلواکو ژورنالېستانو ټولنه وايي، له یوه کال راهیسې د خبریالانو پر وړاندې د زور زیاتیو ۱۳۰ پېښې ثبت شوي او له منځه یې ۹۲ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي نیول شوي او بندیان شوي دي.

د دغې ټولنې د معلوماتو له مخې، په تېر یوه کال کې دوه خبریالان وژل شوي او څلور نور یې ټپیان شوي دي. سرچینې وايي، لا تر اوسه هم دوه خبریالان له اسلامي امارت سره بندیان دي.

سره له دې چې، سرپرست حکومت تل ویلي، د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د رسنیو ازادیو ته ژمن دي؛ خو لا تر اوسه داسې قانون نشته چې، د رسنیو د فعالیتونو څرنګوالی مشخص کړي.

د رسنیو په چارو کې د ځینو امنیتي بنسټونو له لاسوهنو وروسته د اسلامي امارت ویاند د تېر کال د سلواغې پر دیارلسمه په یوې غونډه کې وویل، د ټولیزو رسنیو قانون د اجرا وړ دی او همداراز یې ژمنه وکړه چې، ډېر ژر به د رسنیو د تخلفاتو کمېسیون بېرته فعال شي؛ خو لاتر اوسه یاد کمیسیون نه دی فعال شوی.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي څرګنده کړه:«په دې برخه کې کار روان دی، خو تاسې په جریان کې یاست په دې موده کې چې تېره شوه ځينې چارواکي په خپل ځای کې نه وو، ان اشالله چې ټول به بېرته خپلو کارونو او خپلو ځایونو ته راشي او کار به وکړي.»

اوس چې د اسلامي امارت له واکمنېدو یو کال تېرېږي لا هم د رسنیو او خبریالانو د کارونو پر وړاندې ستونزې نه دي حل شوي.

داسې انګېرل کېږي که چېرې اسلامي امارت د رسنیو پر وړاندې پر خپلې تګلارې بیا کتنه ونه کړي؛ نو د رسنیو ازادي چې، د افغانستان یو له لویو لاسته راوړنو ګڼل کېږي، له لاسه ووځي.
 
د ۱۴۰۰ کال د زمري پر ۲۴مه د یکشنبې په ورځ د کابل له سقوط کېدو وروسته رسینو په ډېرو سختو شرایطو کې خپلو چارو ته دوام ورکړ.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه