Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

حماد: د رسنیو د سرغړونې کمېسیون به سبا ته په کار پيل وکړي

د رسنیو د سرغړونې کمېسیون د کار پیل لپاره د رسنیو له پرله پسې غوښتنو وروسته، د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي چې دغه کمېسیون به د سه شنبې په ورځ په کار پیل وکړي.

د دغه وزارت د رسنیو د دفتر رییس  عبدالحق حماد وایي، چې دغه کمېسیون به د رسنیو د قانون پر بنسټ د رسنیو د عمومي مدیریت لپاره کار وکړي.

ښاغلي حماد په دې هکله وویل:«په دې وروستیو کې په دغه قانون کې ځينې معمولي بدلونه او تعدیلات راغلي دي چې له دې وروسته دغه قانون بېرته د تطبیق وړ دی او ډېر ژر به چاپ شي او رسنیو ته به ورسېږي.»

بل لورته، یو شمېر خبریالان وايي چې د رسنیو د کار د ودې لپاره د یوې روښانه حل لارې نشتوالي له ګڼو ننګونو سره مخ کړي دي.

یو خبریال وايي:«له رسنیو د سرغړونې کمېسیون له یوه کال راهیسې غیر فعال شوی او موږ له اسلامي امارته غواړو چې ژر تر ژره دغه کمېسیون فعال کړي ځکه خبریالان چې له کومو ستونزو او ننګونو سره مخ دي، دغه کمېسیون رسېدنه وکړي.»
  
له دې سره هم مهاله د افغانستان د آزادو خبریالانو ټولنه وايي چې د رسنیو سرغړونو ته د رسېدنې کمېسیون به د خبریالانو پر شکایتونو د غور کولو قانوني مرجع وي.

د افغانستان د آزادو ژورنالېستانو ټولنې رییس حجت الله مجددي څرګندوي:«هیله لرو چې ژر تر ژره دغه کمېسیون په کار پیل وکړي او خبریالان وکړای شي له ارام فکر او ډاډ سره، دا چې د دوی ستونزو او سرغړونو ته د رسېدنې لپاره یوه قانوني او اعتبار لرونکي مرجع شتون لري خپل کار ته دوام ورکړي.»

د یونما د راپور له مخې په تېر یوه کال کې په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو له حقونو ۱۷۰ د سرغړونې پېښې ثبت شوې چې له دې جملې ۱۲۲ په خپلسر نیولو، ۵۸ د ناوړه چلند او ۳۳ د ګواښلو پېښې وې. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه