Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

یو شمېر خبریالان اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې له ننګونو سره مخ دي

یو شمیر خبریالان ادعا کوي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې له ننګونو سره مخ دي او په وروستیو ورځو کې د اسلامي امارت ډېری ویاندان او وزارتونه له خبریالانو سره همکاري نه‌کوي.

دغه خبریالان وايي، د اسلامي امارات ویندویان او حکومتي بنسټونه په خپل وخت دوی له دوی سره معلومات نه شریکوي.

خبریال مصطفی شهریار  وايي: «خبري سرچینې، وزارتونه او نورې ښکېلې ادارې تر ډېره بریده خبریالانو ته له جزییاتو ورکولو ډډه کوي.»

خبریال شاه اغا سادات وايي: «سرپرست حکومت په ځلونو اعلان کړی چې اطلاع رسونې ته ژمن دی، خو په ورستیو کې د اطلاع رسونې فضاء محدوده شوې ده او خبریالان اطلاعاتو ته لاسرسی نه‌شي پیدا کولی.»

له رسنیو یو شمېر ملاتړي بنسټونه اطلاعاتو ته لاسرسی د هېوادوالو او خبریالانو حق ګڼي او د اطلاعاتو او کلتور له وزارته غواړي چې مالوماتو ته د لاسرسي د حق کمېسیون فعال کړي.

د افغانستان د ژورنالیستان فډراسیون غړی میرعلي اصغري اکبرزاده وايي: «ډېر وزارتونه وياندان نه‌لري او يو شمېر هغه وزارتونه چې وياندويان لري، د خبريالانو پوښتنو ته ځواب نه وايي؛ نو موږ يو ځل بيا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته وړانديز کوو چې د خبريالانو د ستونزو د هواري لپاره د يوه کمېسيون د رامنځ‌ته کولو لپاره هڅې وکړي.»

د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال مالوماتو ته د لاسرسي کمېسیون د کار پيلولو په اړه څه نه وايي خو ټینګار کوي چې اسلامي امارت خبریالانو او رسنیو ته پر وخت د مالوماتو وړاندې کولو ته ژمن دی.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال مهاجر فراهي وايي: «خبریالان هر وخت کولای شي له هغوی څخه معلومات ترلاسه کړي، که د اسلامي امارت ویاند د اطلاعاتو وزارت وي او بل د وزارتونو ویاند وي، ان‌شا‌ءالله ټول چمتو دي چې په مناسب وخت کې له خبریالانو سره معلومات شریک کړي.»

له دې مخکې هم، مالوماتو ته د لاسرسي په نړیواله ورځ څه د پاسه ۵۰۰ خبریالانو په یوه لیک کې په حکومتي بنسټونو کې مالوماتو ته د لاسرسي لپاره له نیمګړتیاوو شکایت کړی او له سرپرست حکومته په دې برخه کې د پاملرنې غوښتونکي شول.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال مالوماتو ته د لاسرسي کمېسیون د کار پيلولو په اړه څه نه وايي، خو ټینګار کوي چې اسلامي امارت خبریالانو او رسنیو ته پر وخت د مالوماتو وړاندې کولو ته ژمن دی.

تصویر بندانگشتی

یو شمیر خبریالان ادعا کوي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې له ننګونو سره مخ دي او په وروستیو ورځو کې د اسلامي امارت ډېری ویاندان او وزارتونه له خبریالانو سره همکاري نه‌کوي.

دغه خبریالان وايي، د اسلامي امارات ویندویان او حکومتي بنسټونه په خپل وخت دوی له دوی سره معلومات نه شریکوي.

خبریال مصطفی شهریار  وايي: «خبري سرچینې، وزارتونه او نورې ښکېلې ادارې تر ډېره بریده خبریالانو ته له جزییاتو ورکولو ډډه کوي.»

خبریال شاه اغا سادات وايي: «سرپرست حکومت په ځلونو اعلان کړی چې اطلاع رسونې ته ژمن دی، خو په ورستیو کې د اطلاع رسونې فضاء محدوده شوې ده او خبریالان اطلاعاتو ته لاسرسی نه‌شي پیدا کولی.»

له رسنیو یو شمېر ملاتړي بنسټونه اطلاعاتو ته لاسرسی د هېوادوالو او خبریالانو حق ګڼي او د اطلاعاتو او کلتور له وزارته غواړي چې مالوماتو ته د لاسرسي د حق کمېسیون فعال کړي.

د افغانستان د ژورنالیستان فډراسیون غړی میرعلي اصغري اکبرزاده وايي: «ډېر وزارتونه وياندان نه‌لري او يو شمېر هغه وزارتونه چې وياندويان لري، د خبريالانو پوښتنو ته ځواب نه وايي؛ نو موږ يو ځل بيا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته وړانديز کوو چې د خبريالانو د ستونزو د هواري لپاره د يوه کمېسيون د رامنځ‌ته کولو لپاره هڅې وکړي.»

د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال مالوماتو ته د لاسرسي کمېسیون د کار پيلولو په اړه څه نه وايي خو ټینګار کوي چې اسلامي امارت خبریالانو او رسنیو ته پر وخت د مالوماتو وړاندې کولو ته ژمن دی.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال مهاجر فراهي وايي: «خبریالان هر وخت کولای شي له هغوی څخه معلومات ترلاسه کړي، که د اسلامي امارت ویاند د اطلاعاتو وزارت وي او بل د وزارتونو ویاند وي، ان‌شا‌ءالله ټول چمتو دي چې په مناسب وخت کې له خبریالانو سره معلومات شریک کړي.»

له دې مخکې هم، مالوماتو ته د لاسرسي په نړیواله ورځ څه د پاسه ۵۰۰ خبریالانو په یوه لیک کې په حکومتي بنسټونو کې مالوماتو ته د لاسرسي لپاره له نیمګړتیاوو شکایت کړی او له سرپرست حکومته په دې برخه کې د پاملرنې غوښتونکي شول.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه