Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د ښځينه خبریالانو له وزګارتیا د ملګرو ملتونو سازمان اندېښنه

ملګرو ملتونو سازمان په یوه ۳۰ پاڼیز راپور کې په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د وضعیت په هکله خبرې کړې او د ښځینه خبریالانو د وزګارتیا په هکله یې اندېښنه څرکنده کړې ده.

په دغه راپور کې د رسنیو اقتصادي بحران د ښځینه خبریالانو د بې روزګارۍ یو لامل بلل شوی دی.

د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو څانګې په دې هکله ویلي:«اقتصادي بحران د رسنیو د بندیدو د خطر له امله په رسنیو کې د ښځینه کارکونکو د ساتلو لپاره ازاده فضا محدودوي. په خبر خونو کې د مېرمنو د پاتې کېدو له خطر سره تړلي اقتصادي زیانونه ډېر دي.»

الهه چې د افغانستان په یوه خصوصي رسنۍ کې څه باندې دوه کلنه کاري تجربه لري، وايي چې د اسلامي امارت له راتګ وروسته یې خپله دنده له لاسه ورکړه.

هغه وايي، د بېکارۍ لامل يې پر رسنيو او په ځانګړې توګه د ښځينه خبريالانو پر وړاندې محدوديتونه دي.

الهې زیاته کړه:«کله چې له خپل کاره وروسته پاتې شوم او نه شم کولای چې بېرته خپل کار ته ستنه شم، دا له روحي پلوه ما ځوروي.»

بل لوري ته د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو مرستيال وايي، چې نجونو د شخصي پرېکړو له مخې، دندې پريښې دي.

د اطلاعات او فرهنګ وزارت نشراتي مرستيال حیات مهاجر فراهي څرګندوي:«اسلامي امارت نظام څوک منع کړي نه دي دا چې موږ ویلي وي او د نظام له خوا ویل شوي وي، دا شمېر له موږ سره دی. خو دا چې خپله شخصي پرېکړه یې ده او هغوی نه غواړي، معاش یې کم شي او یا اداره یې نه غواړي، دا شمېرې له موږ سره نشته.»

په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره نی وايي، چې د دغه بنسټ د یوې نوې سروې پر له مخې ۹۳ سلنه ښځې یا له رسنیو څخه ګوښه شوي او یا یې پخپله دندې پرېښې دي.

د نی دفتر رییس ظریف کریمي:«هغه سروې چې موږ کړې، ۹۳ سلنه ښځينه خبریالانو د خبریالۍ کار او فعالیت د محدودیت د لګېدو او رسنیو د بندېدو او اقتصادي ستونزو له امله خپلې دندې پرېښې دي.»

تر دې مخکې د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنې ویلي وو چې په څه باندې یوه کال کې تر ۲۰۰ ډېرې رسنۍ د اقتصادي ستونزو له امله بندې شوي او څه باندې شپږ زره د رسنیو کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه