Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د "کابل نیوز" ټلوېزیون خپرونې ودرول شوې

د افغانستان د یوې خصوصي رسنۍ "کابل نیوز" نشرات له یوې لسیزې فعالیت وروسته ودرېدل.

د رسنیو یو شمېر ملاتړي بنسټونه او د افغانستان د خبریالانو ټولنه وایي، چې کابل نیوز د ځينو اقتصادي ستونزو له امله خپلې خپرونې درولې دي.

د افغانستان د ژورنالېستانو عمومي شورا رییس حفیظ الله بارکزی وايي:«په دغو وروستیو کې چې کابل نیوز ټلوېزیون سقوط وکړ یوه له اصلي ستونزو یې اقتصادي ستونزې ویل کېږي.»

د افغانستان د خبریالانو ملي ټولنې د رسنیو د تړل کېدو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده. دغه ټولنه وایي، چې له وروستیو بدلونونو وروسته په هېواد کې ۷۰ سلنه خبریالان وزګار شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو د ملي ټولنې مطبوعاتي مسوول مسرور لطفي وویل:«یو ډېر شمېر خبریالان چې کابو ۷۰ سلنه خبریالان جوړوي بې کاره شوي دي او رسنیزه ټولنه له ستونزو سره مخامخ ده.»

د افغانستان د خبریالانو د ملي ټولنې شمېرې ښيي، چې په تېرڅه باندې یوه کال کې په هېواد کې نږدې ۲۸۰ رسنۍ تړل شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه