Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

فراهي: ا.ا او اطلاعاتو او کلتور وزارت له رسنیو ملاتړ کوي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال حیات‌الله مهاجر فراهي له طلوع‌نیوز سره خبرو کې وايي، د رسنیو ستونزې به هواري کړي.

نوموړی زیاتوي، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون ریاست ته تبدیل شوی.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو مرستیال حیات‌الله مهاجر فراهي وايي: «اسلامي امارت په تمامه مانا باندې، په ځانګړې توګه اطلاعاتو فرهنګ وزارت د رسنیو حامي دی، هڅه او کوښښ مو دا دی چې د رسنیو لاسنیوی وشي.»

د فراهي په خبره، د بهرنیو خبریالانو وضعیت افغانستان کې ښه شوی او په تېر کال کې ۷ سوه خبریالانو له افغانستانه لیدنه کړې ده.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو مرستیال زیاتوي: «تېر یو کال شاوخوا اووه سوه خبریالان دلته هېواد ته راغلي دي او خپلو اړوندو مراکزو ته یې راپورونه او خبرونه جوړ کړي.»

په همدې حال کې د بې پولې خبریالانو ټولنې د ۲۰۲۲ میلادي کال راپور کې زیاته کړې، چې په تېرو شلو کلونو کې ۱۶۶۸ خبریالان د جګړې سیمو کې وژل شوي دي.

د بې پولې خبریالانو د ټولنې په راپور کې راغلي: «۱۵ هېوادونو په تیرو دوو لسیزو کې د قربانیانو څه باندې ۸۰ سلنه جوړوي چې عراق او سوریه په تیرو شلو کلونو کې د ۵۷۸ قربانیانو درلودلو سره په دې موده کې په ټوله نړۍ کې د وژل شویو خبریالانو ۳ یوه برخه په لرلو سره، مخکښ دي. له هغه وروسته افغانستان، یمن او فلسطین چې د افریقا قارې استازی سومالي هم په دې د شرم وړ ترتیب کې ځای لري.»

ورته مهال د رسنیو ملاتړي بنسټونه له اسلامي امارت او نړۍ غواړي، چې د رسنیو ستونزو ته لا ډېره پاملرنه وکړي.

د افغانستان د خپلواکو خبریالانو ټولنې مرستیال فرهاد بهروز وايي: «اسلامي امارت باید مناسبو معلوماتو ته د لاسرسي شرایط رامنځ‌ته کړي او د خبریالانو خوندیتوب ته دې پام وکړي.»

له دې سره سم د افغانستان د خبریالانو مرکز په خپل کلني راپور کې له خبریالانو سره د ګواښونو او تاوتریخوالي ډک چلند په ګډون د رسنیو له ازادۍ څخه د سرغړونې ۲۶۰ پېښې ثبت کړي او ویلي يې دي، چې دا شمېره د تېر ۲۰۲۱ کال په پرتله ۱۳۸ سلنه لوړه شوې ده.

د بې پولې خبریالانو ټولنې د ۲۰۲۲ میلادي کال راپور کې زیاته کړې، چې په تېرو شلو کلونو کې ۱۶۶۸ خبریالان د جګړې سیمو کې وژل شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه