Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

فراهي: د رسنیو ستونزو ته رسېدنه د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسوولیت دی

د اطلاعاتو او کلتور وزارت له ټولو حکومتي بنسټونو غواړي چې د رسنیو په کار کې لاسوهنه ونه کړي او دغه وزارت به د رسنیو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال حیات الله مهاجر فراهي وايي چې رسنۍ دې هم خپلې ستونزې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لارې تعقیب کړي.

نوموړی زیاتوي، د دغه وزارت مسوولینو د رسنیزو سرغړونو او شکایتونو د ارزونې کمېسیون غړو سره غونډه کې ټینګار کړی، چې د رسنیو ستونزې باید له یوه مشخص ادرس یعنی د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري حل شي.

ښاغلي فراهي طلوع نیوز ته وویل:«اطلاعات او فرهنګ وزارت ټولو اړخونونو ته، دولتي ادارو ته، د اسلامي امارت مجاهدینو ته روښانه کوي، که چېرې د هېواد په هر ګوټ کې رسنۍ تخطي کوي یا ملاحظه د دوی پر کړنو باندې لري، نو تر ټولو ښه لار يې همدا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دی.»

د رسنیو یو شمېر ملاتړي بنسټونه وايي، د رسنیو او خبریالانو دوسیې باید د رسنیو سرغړونو او شکایتونو د ارزونې کمېسیون له لوري وڅېړل شي او د رسنیو په کارونونو کې د بنسټونو له مداخلې ډډه وشي.

د افغانستان د خپلواکو خبریالانو ټولنې مرستیال فرهاد بهروز هم وویل:«د ډېری بنسټونو هغه لاسونه، چې غواړي، د بیان آزادۍ او د رسنیو آزاد فعالیتونه کمزوری کړي باید لنډ شي او زموږ تل غوښتنه هم دا ده، چې د رسنیزو سرغړونو او شکایتونو ارزونې کمېسیون له لوري د رسنیو مسایلو ته رسېدنه وشي.»

بل خوا ځیني خبریالان زیاتوي، چې رسنۍ له ډېرو ستونزو سره مخ دي او باید د حل لپاره يې جدي ګامونه پورته شي.

خبریال مصطفی شهریار وايي:«رسنۍ له ډېرو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او آن د خپلو خبریالانو ملاتړ هم نه شي کولای. بله لویه ستونزه اطلاعاتو ته د خبریالانو نه لاسرسی دی.»

بل خبریال محمد رقیب فیاض هم څرګندوي:«د رسنیو په کارونو کې نه لاسوهنه، د مالیاتو معاف کېدل او نورو ستونزو ته يې رسیدنه کولای شي، چې په افغانستان کې د رسنیو ستونزو په حل کې مرسته وکړي.»

د رسنیو د ملاتړو بنسټونو د اطلاعاتو پر بنسټ، په ۲۰۲۲ زیږدیز کال کې دوه ټلوېزیونونه، اووه راډیوګانې او یو خبري اژانس د اقتصادي ستونزو له امله خپل فعالیتونه بند کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه