Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان د وتلي خبریال مجاهد کاکړ د مړینې درېیمه کلیزه

د غويي پنځلسمه د طلوع‌نیوز د پخواني رييس مجاهد کاکړ د مړینې له درېیمې کلیزې سره برابره ده.

مجاهد کاکړ د طلوع‌نیوز بنسټ‌ګر او لومړنی رییس و چې وتوانید په هېواد کې د بې‌پرې او پياوړې خبریالۍ بنسټ کېږدي.

بل خوا، د طلوع نیوز په جوړېدو سره، مجاهد کاکړ د دې رسنۍ رییس وټاکل شو او په نویو نوښتونو سره یې کره او پر وخت اطلاع رسونې ته مخه کړه.

د طلوع نیوز مسوول ذبیح‌الله سادات وايي: «مجاهد کاکړ په افغانستان کې د ژورنالېزم په ډګر کې ځلانده ستوری، کاکړ صاحب د بیان د ازادۍ او د مسلکي ژورنالېزم په برخه کې ډېرې هلې ځلې کړي، د هغه د لاسته‌راوړنو څخه طلوع‌نیوز بللی شو.»

په ۱۳۸۸لمریز کال کې د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو لومړنۍ مناظره د مجاهد کاکړ یو له مهمو کارونو و.

هغه د خبري مرکو او اغېزناکو راپورونو په خپرولو سره په هېواد کې د اطلاع رسونې تګلوری له نویو نوښتونو سره غاړه غړی کړ.

د هغه هېواد لپاره چې غوښتل یې د جګړې له ورانیو راووځي او عامه افکار یي روښانه شي، د نوې خبریالۍ پيل د ښاغلي کاکړ یو له مهمو نوښتونو و.

د مجاهد کاکړ ملګری او او همکار نعیم سروري هغه د اطلاع رسونې په برخه کې یو رښتینی او مسلکي خبریال ګڼي.

د موبي ګروپ عمومي مسوول محمد نعیم سروري وايي: «ډېرې ورځې مو ورسره په کور دننه او بهر سفرونو کې ورسره تېرې کړې دي، د یوه ډېر ښه چلند او صمیمي چلند انسان او باوفا و.»

خو دغه ګامونه په اسانۍ سره نه‌دي اخیستل شوي او له سیاسي او ټولنیزو فشارونو سره مخ و.

له دې ټولو سره-سره د کاکړ ژمنیتا او رښتینولۍ هغه پر ننګونو برلاسی کړ.

خبریال تمیم شهیر وايي: «ښاغلي کاکړ په افغانستان کې د نوي ژورنالېزم په رامنځ‌ته کولو کې ډېر مهم رول درلوده، اوس چې په افغانستان یا له هېواده بهر ځینې باتجربه خبریالان دي، دا د ښاغلي کاکړ خدمات دي.»

په افغانستان کې د مجاهد کاکړ یوه لسیزه کار هغه د خلکو په منځ کې پر یوې مشهورې او محبوبې څېرې بدل کړ.

د موبي ګروپ پخوانی کارکوونکی همایون دانشیار وايي: «ما د ښاغلي کاکړ ارزښتمنې کړنې چې په طلوع‌نیوز کې یې کړې وې، یوه-یوه مې د سر په سترګو ولېدلې، دغه سړی یوه شېبه بې‌کاره نه و.»

مجاهد کاکړ د خپل عمر په وروستیو کلونو کې پر سرطان ناروغۍ اخته شو او د درملنې لپاره جرمني ته لاړ، خو هلته په اخن ښار کې د یوه روغتون پر بستر څه باندې دوه میاشتې په بشپړې بې هوښۍ سره تېرې کړې.

بالاخره د سرطان ناروغۍ له امله د افغانستان دغه خبریال له ۵۱ کاله ویاړمن ژوند وروسته د غويي میاشتې په پنځلسمه ساه ورکړه او د ابدي سفر پر لور وکوچید.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه