Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په رسنیو کې د ښځو حضور ۱۷ سلنې زیات شوی دی

د خبریالانو د مصونیت کمېټه وايي، د تېر کال پر تله سږکال د هېواد په رسنیو کې د ښځو د حضور کچه ۱۷ سلنه لوړه شوې ده.

د مطبوعاتو د نړۍوالې ورځې د را رسېدو په درشل کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي، که څه هم هېواد کې د رسنیو پر وړاندې یو لړ ستونزې شته خو له دې سره سره هم د تېر کال پرتله د هېواد په رسنیو کې ۱۷ سلنې ښځینه کارکوونکې او لس سلنې نارینه کارکوونکي زیات شوي دي.

د دغه بنسټ مسوول د رسنیو پر وړاندې د پرتو ستونزو یادونه هم کوي او پر حل یې ټینګار کوي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسوول، عبدالقدیم ویاړ و ویل: «تر اوسه ستونزې شته او خبریالان د بېلابېلو بنسټونو له لوري غوښتل کیږي او نیول کیږي؛ یانې څومره چې د اسلامي امارت له لوري دغه کمیسیون ته باید درناوی وشي نه کیږي.»

خبریالې، فرحناز فروز هم و ویل: «د مهربانۍ لمخې هغه نجونې چې اوس د اطلاعاتو د رسولو په برخه کې کار کوي، وساتئ ځکه دوی هغه کسان دي چې تجربه لري او کار یې کړی دی.»

بل لور ته، د کورنیو چارو وزارت ویاند چې په دغه پروګرام کې یې حضور درلود له رسنیو سره د همکارۍ له زیاتوالي ډاډ ورکوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع و ویل: «اسلامي امارت د اسلامي ارزښتونو، ملي ګټو او کلتوري ارزښتونو په چوکاټ کې د بیان ازادۍ ته ژمن دی او هڅه کوو چې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق په بشپړه توګه ورکړ شي.»

رسنیزو سرغړونو ته د رسېدو د کمېسیون غړي، حفیظ الله بارکزي هم و ویل: «موږ او تاسې یو ستر ځواک یو، او کولای شو چې بدلونونه راوړو نو دا زموږ رسالت دی او د خبریالۍ د دندې له پلوه موږ ته پکار ده چې د افغانستان د پایښت لپاره کار وکړو.»

د یو شمېر رسنیو مسوولین یو ځل بیا ټینګار کوي چې باید په هېواد کې د خبریالانو ټولو ستونزو ته رسېدنه وشي.

دوی دغه راز له سرپرست حکومته غواړي چې ژر تر ژره د رسنیو قانون توشیح کړي.

د طلوع نیوز مسوول، ذبېح الله سادات و ویل: «ځینې رسنۍ اوس هم له بد اقتصادي وضعیت سره مخې دي او که وضعیت همداسې دوام وکړي، ممکن دروازې یې وتړل شي او زموږ یو شمېر مسلکي همکاران خپلې دندې له لاسه ورکړي.»

د شمشاد ټلویزیون مدیر مسوول، نجیب الله انورزي و ویل: «زموږ غوښتنه دا ده چې موږ ته پر وخت اطلاعات راکړي، دا د رسنیو حق دی.»

په دغه پروګرام کې رسنیزو سرغړونو ته د رسېدنې کمیسیون یو شمېر غړو له هغو خبریالانو سره چې په بدو اقتصادي شرایطو کې دي د مرستې لپاره د یوه صندوق د جوړولو یادونه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د دغه صندوق له جوړېدو سره به د هغو خبریالانو ستونزې حل شي چې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه