د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران طلوعنیوز ته ویلي چې، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په هېواد کې څه باندې ۵۰ انځوریزو، غږیزو او چاپي رسنیو له اطلاعاتو او کلتور وزارته نوي جوازونه اخیستي، تمدید کړي او په فعالیت يې پیل کړی دی.
خبیب غفران زیاتوي، په دغو رسنیو کې ۶ ټلوېزیونونه، ۳۰ راډیوګانې او ۲۰ نورې چاپي رسنۍ شاملې دي.
ښاغلي غفران په دې هکله وویل:«د اسلامي امارت له راتګ څخه وروسته، تراوسه پورې کابو د ۵۶ په تعداد باندې رسنۍ د اطلاعاتو او کلتور وزارت سره نوي ثبت شوي او یا هم دوی جوازونه تمدید کړي دي.»
ښاغلی غفران ډاد ورکوي چې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت له رسنیو ملاتړ کوي او د پیاوړتیا لپاره يې کار کوي. نوموړی زیاتوي، رسنۍ باید د اسلامي ارزښتونو، افغاني کلتور او د اسلامي امارت پالیسۍ سره سم خپل فعالیت وکړي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند په دې هکله وویل:«د اطلاعاتو او کلتور وزارت تل هڅه کوي، ځکه دا د رسنیو د ملاتړ یوازېنی ادرس دی او دا په ځان لازمه بولي چې، په افغانستان کې له شته رسنیو څخه ملاتړ وکړي، د دوی د تقویې لپاره کار وکړي او پر هغو پلانونو باندې کار وکړي چې، رسنۍ اصول، سټنډرډ او معیار ته ورسېږي.»
ورته مهال د رسنیو ځينې ملاتړي بنسټونه او خبریالان ټینګار کوي چې، اسلامي امارت باید د رسنیو لا ډېر ملاتړ وکړي.
د افغانستان د ازادو خبریالانو د ټولنې رییس حجتالله مجددي طلوعنیوز ته وویل:«تمه لرو چې، د رسنیو د قانون له توشیح او همدارنګه اطلاعاتو ته لاسری او د افغانستان له رسنیو د نړۍوالې ټولنې له ملاتړ سره، دغه وضعیت د بل وخت پرتله ښه شي.»
خبریال داوود مبارک اوغلو هم څرګندوي:«په ټولنه کې د رسنیو د ځایځایګي او رول د خوندیتوب لپاره باید ګامونه پورته کړل شي او د رسنیو له فعالیته او ازادۍ څخه قانوني ملاتړ وشي.»
د رسنیو ملاتړي بنسټونه او خبریالان همداراز د ټولیزو رسنیو د قانون پر تایید کېدو ټینګار کوي؛ خو اطلاعاتو او کلتور وزارت بیا ویلي چې، د ټولیزو رسنیو قانون يې له بیا کتنې او تغییراتو وروسته د اسلامي امارت مشرتابه ته د توشیح لپاره استولی دی.
په دې اړه مو اندونه