Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د خبريالانو د ملاتړ صندوق جوړولو لپاره د اطلاعاتو او کلتور وزارت هلې ځلې

د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکو د خپلو یو کلنو لاسته‌راوړنو د تشرېح پروګرام کې ويلي چې، د ټولنيزو رسنیو قانون د دویم ځل لپاره د اسلامي امارت مشر ته لېږل شوی؛ خو تر اوسه وروستی شوی نه‌دی.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو مرستیال حیات‌الله مهاجر فراهي وايي چې، له خبریالانو د ملاتړ په موخه د یو صندوق د جوړولو طرحه وروستۍ شوې او له دې وروسته به له خبریالانو سره هر ډول مرستې د دغه صندوق له لارې کېږي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو مرستیال په دغه پروګرام کې وویل:«د دې صندوق له لارې څخه هر څوک چې، غواړي که له خبریالانو سره مرسته کوي، همدا ډول نظام او حکومت که مرسته کوي، یا ځينې نور لوري د دې صندوق له لارې چې، ډېر غړي به لري، د رسنیو استازي به هم په‌کې شامل وي.»

د لرغونو اثارو له قاچاق څخه مخنیوی، د مس عینک سیمې د لرغونو اثارو د ساتنې په موخه د طرحې جوړول، د هېواد د ژبو او لهجو د له‌منځه تلو د مخنیوي په موخه د ژبو عالي شورا جوړول، او د جام څلي شاوخوا کلکول د یاد وزارت له نورو لاسته راوړنو څخه شمېرل کېږي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر مرستیال دغه‌راز په هېواد کې د رسنیو فعالیت اړین ګڼي او زیاتوي، هڅه کوي چې، معلوماتو ته لاسرسی اسانه شي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر مرستیال عتیق‌الله عزیزي څرګنده کړه:«موږ د رسنیو همکارۍ ته اړتیا لرو، او دا زموږ لپاره یوه ضروري خبره ده، یو خو خپله خلک پرې خبرېږي، نړۍوال پرې خبرېږي؛ نو که‌چېرې ته دغه همکاري کمه وي، موږ ژمنه کوو چې، د معلوماتو د ورکړې په برخه کې وخت ورکوو او ولایتونو، رییس صاحبانو ته به هم وايو.»

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسوولان دغه‌راز وایي چې، په تېر یو کال کې نږدې ۹ زره بهرنیو ګرځندویانو د هېواد له تاریخي سیمو لیدنه کړې چې، له دې لارې ۴۸ مېلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي.

د یاد وزارت مالي او اداري مرستیال وايي چې، د ګرځندوی برخه کې د مسلکي کدرونو د روزنې په موخه د ګرځندوی انسټېټیوټ نصاب تایید شوی دی.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مالي، اداري او ګرځندوی مرستیال قدرت‌الله جمال وايي:«د ګرځندوی او هوټلدارۍ انسټېټیوټ فعال تعلیمي نصاب ترتیب او تعیین شوی دی چې، د فراغت اسناد یې د څلورلسم، فوق‌‌ بکلوریا معادل دي.»

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو مرستیال محمد یونس راشد هم څرګندوي:«له سلو خصوصي پوهنتونونو، انسټېټیوټونونو او ښوونیزو مرکزونو سره هوکړه‌لیکونه لاسلیک شوي چې، په مرکز او ولایتونو کې ۱۵۸۱ تنو ځوانانو ته د وړیا او ۱۷ زره او ۷۸۷ تنو ته په تخفیف د زده‌کړو زمینه برابره شوې ده.»

د یاد وزارت د مسوولانو په وینا په دغه وزارت کې نږدې څلور زره کسان فعالیت کوي چې، له دې ډلې څه باندې یو زرو او ۷۰۰ کسان په ولایتونو او څه باندې ۲ زره او ۲۰۰ نور په مرکز او نورو هېوادونو لکه فرهنګي اتشو کې کار کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه