Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'دبودجې چمتوالي پرمهال ناکره ارزونه د۹۱کوډ ناړه استفادې لامل شوی'

له فساد سره د مبارزي ځينې بنسټونه او ځينې حقوق پوهان وايي چې د بودیجې د چمتووالي په وخت کې د لومړیتوبونو نه ارزول د دې لامل شوي دي چې د ۹۱ کوډ پیسې د سیاستوالۍ پر ځای په پلازمېنه کې د ځینو چارواکو د امتیازاتو، د کور کرایې او د موټرو کرایه کې ولګول شي.

له ۹۱ کوډه د یو شمېر چارواکو د کور د کرایې؛ د زغره والو موټرو د پېرلو او د هغوی د دفتر د کارکوونکو د امتیازي معاشونو لپاره په پراخه توګه د مېلیونونه افغانیو لګول کېدل له سختو نیوکو سره مخ شوي دي.
 
د پوهنتون استاد فیض الله جلال په دې اړه وویل:«۹۱ کوډ د بیړني حالت لپاره دی، د فوق العاده حالت لپاره دی. کله چې دوی له هغه کوډه استفاده کوي معلومه ده چې هېڅ ډول اصول او قواعد شتون نه لري هر څه یې چې زړه وغوښتل هغه کوي.»

له اداري فساد سره د مبارزې د خپلواکې کمېټې غړی مدثر اسلامي هم وايي:«په دې برخه کې تېر کال هم اندېښنې موجودې وې سږکال هم وروستۍ رپوټ څرګندوي چې د بودیجې په لګښت کې ډېر زیانونه شته.»

له فساد سره د مبارزې یوشمېر ادارې وایي چې حکومت د بودیجې د جوړېدو پرمهال په لوی لاس د چارواکو او دولتي ادارو لګښتونه په سم ډول نه دي اټکل کړي او له همدې امله یې له دغه کوډ نه په پراخه توکو د پیسو د لګولو لپاره لار هواره کړې ده.
 
د روڼتیا څاربنسټ رییس اکرام افضلي څرګندوي:«د افغانستان ریاست جمهوري له ۹۱ کوډ څخه سیاسي استفاده کړې ده او ناوړه ګټې اخستو ته یې لار هواره کړې ده.»

خو د مالیې وزارت وایي چې د ۹۱ کوډ د پیسو د لګولو د روڼتیا لپاره یې یوه تازه مقرره چمتو کړې ده.
 
د مالیې وزارت مرستیال حبیب الله ځاځی وايي:«د احتیاط کوډ مقرره چې د ملت د استازو یوه ستره اندېښنه وه چمتو شوې او د کابینې له خوا تصویب شوې چې د احتیاطې کوډونو په لګښتونو کط د روڼتیا او اغېزمنتیا د زیاتوالي لامل کېږي.»

د اطلاعات روز ورځپاڼې د یوه تازه رپوټ له مخې په ۱۳۹۸ مالي کال کې له ۹۱ کوډ نه څه باندې دوه مېلیارد او ۸۰۰ زره افغانۍ د یو شمېر چارواکو او دولتي ادارو پر شخصي لګښتونو لګېدلي دي چې یوازې ۱۲۹ مېلیونه افغانۍ یې د ۱۵ دولتي چارواکو د کور پر کرایې، د موټر پرکرایې، د دسترخوان پر پیسو او د هغوی د دفتر د کارکوونکو پر امتیازي معاشونو لګول شوي دي.
 
شریک یي کړئ