Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بودیجې جنجالونه؛ استازي: مرستندویه هېوادونه دې دخیل کړل شي

د ولسي جرګې ځينې غړي وايي چې د ۱۴۰۰ کال د بودیجې د ستونزو د حل لپاره باید مرستندویه هېوادونو او بنسټونو سره خبرې اترې وشي.

د دغو استازو په وینا حکومت د بودیجې په اړه هغوی ته ځواب ویوونکي نه دي او باید له هغو هېوادونو سره چې ملي بودیجه تمویلوي، خبرې اترې وکړي.

له ۱۴۰۰ مالي کاله یوه میاشت او ۸ ورځې تېرېږي؛ خو لا هم د ولسي جرګې او حکومت تر منځ د دغه کال د بودجې د مسودې پر سر جنجال روان دی.

یو له استازو غلام حسین ناصري په دې اړه وویل:«یو پلاوی وګومارو چې له استازو او د اروپايي ټولنې له سفیر چې له څو اروپايي هېوادونو استازیتوب کوي لیدنه ولرو.»

خو د ولسي جرګې مشر او ځینې نور غړي وايي، دغې جرګې پر بودیجې ولکه نه ده کړې؛ خو ولسمشرۍ ماڼۍ د اقتصادي مافیا او فساد پر مرکز تورن وي.

د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني څرګندوي:«ولسمشر بودیجه یرغمل نیولې ده. موږ د دوشنبې په ورځ د ارغندېوال صاحب (د مالیې وزارت پخواني وزیر څرګندونې چې تېره اوونۍ لرې کړل شو) واورېدې، غواړو چې له ارغندېوال صاحب څخه پوښتنه وکړئ چې ته د مالیې وزیر وې؛ همدا دوه ځله چې بودیجه رد شوه، تا بودیجه لیدلې وه؟»

له بل لوري، د ولسي جرګې یو غړی د حکومت له لوري د ځینو وکیلانو د خپل خپلوانو له ګوښه کېدو هر کلی کوي.

په ولسي جرګه کې صادق قادري وايي:«هغه اختلافونه چې موږ پخوا لرل، په هماغه بنسټ مخته ولاړل دا ګومارنې او ګوښه کول هم په هماغه تفاهم و.»

دغه تقابل دومره مخته تللی چې، د ولسي جرګې مشر او ځینې غړي یې حکومتي مسوولین پر غلاو تورنوي او وايي چې، د افغانستان د پیسو ملاتړیزه برخه له افغانستان بانکه د نړۍ یوه بل هېواد ته ولیږدول شي؛ څو ترې نورې غلاوې ونه شي. 

په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازې نیلوفر ابراهیمي څرګنده کړه:«له افغانستانه د دغې خزانې لېږد. تاسې جداً اخطاریه ورکړئ.»

حکومتي مسوولینو د ولسي جرګې د دغو څرګندونو په اړه ځواب ورکړې ته حاضر نه شول؛ خو تر دې مخکې یې د ولسي جرګې له لوري د بودیجې د ردېدو لاملونه ناسم بللي وو.
 
شریک یي کړئ