Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

درېیمه مسوده کې د دولتي کارکوونکو معاشونو کې بدلون نه دی راغلی

د بودیجې په درېیمه مسوده کې د دولتي کارکوونکو د تنخواګانو او معاشونو په برخه کې هېڅ ډول بدلون نه دی راغلی.

د دې مسودې له مخې، سره  له دې چې څه باندې ۱۷ زره دولتي بستونه له تنقیص سره مخ دي، خو دغه کار په بودیجه کې د لګښتونو او مزد د کوډ پر لګښتونو اغېزه نه ده لرلې.

د ولسي جرګې د مالي چارو او بودجې کمېسیون غړی عظیم کبرزاني وايي:«کله چې تاسې د بودیجې په کچه کې تنقیص رامنځته کوئ باید بدلون رامنځته شي او دا بحثونه دوام لري.»

بل خوا د بودیجې په لومړۍ او درېیمه مسوده کې لیدل کېږي چې د عدلیې، کورنیو چارو، روغتیا، مالیې، کانونو، ټولګټو او ټرانسپورټ وزارتونو د لږ عاید لرونکو کارکوونکو څه باندې شپېته بودیجه لرونکې ادارې تنقیص شوې دي.

 په دې لړ کې د یو شمېر ادارو هغه بودیجه یې واحدونونه چې د پام وړ فعالیت نه لري او یا هم موازي ادارې بلل کېږي، اصلاً د تنقیص په بهیر کې شامل شوي نه دي.
 
 د ولسي جرګې غړی عبدالرووف انعامي وویل:«۲۱ مېلیارده یې زیاتوالی موندلی په داسې حال کې چې دغه ۲۱ زره تشکیل کموالی مونده باید تر پنځه مېلیارده کموالی موندلی و.»

 د بودیجې په درېیمه مسوده کې د دولت تشکیلات څه باندې ۸۸۲ زره بستونه دي چې په هغو کې د ۱۷ زره دولتي کارکوونکو د تنقیض د موضوع په تړاو څه نه دي راغلي.

خو د مالیې وزارت د مطبوعاتو آمر فرید الله نوښت په دې تړاو داسې وایي:«د ادارو په تشکیل کې کموالی یا زیاتوالی د بودیجې پر کچې اغېزه نه لري؛ ځکه چې د مالیې وزارت مقرر شویو کارکوونکو ته حقوق ورکوي نه د منظور شوي جوړښت پر بنسټ.»
 
د سږکال د بودیجې په درېیمه مسوده کې د دولتي ادارو د تنخواګانو او معاشونو لپاره ۱۹۹ مېلیارده افغانۍ په پام کې نیول شوې دي چې له دې منځه ۱۳۵ مېلیارده د کورنیو چارو دفاع او پوهنې وزارتونو ته ځانګړې شوې دي.

شریک یي کړئ